سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريهسې کیسه او که رښتیا؟| جنرال دولت وزیري

هسې کیسه او که رښتیا؟| جنرال دولت وزیري

قضاوت پر تاسو پورې اړه لري

کله چې موږ واړه وو، سپین ږیرو به کیسې کولې، چې: د پښتنو درې نیکونه وو، یو يې سړبن، دویم يې بیټ او درېیم يې غرغښت نومېده.

 کله چې دوی د مرګ پولې ته نږدې شول خپل اولادونه يې راټول کړل او درې تورې يې ورته ډالۍ کړې او ورته يې وویل:

د دې لپاره، چې دغه تورې زنګ ونه وهي تاسو يې باید تل په وینو ووینځئ.

د دې لپاره چې اولادونه يې د خپلو نیکونو وصیت پر ځای کړي د لومړۍ تورې د وینځلو لپاره به يې پر نورو هیوادونو بریدونه کول او خپله لومړۍ توره به يې د هغوی په وینو وینځله او کله به چې بهرنیانو پر دوی بریدونه وکړل دوی به خپله دویمه توره د دوی په وینو وینځله او کله به چې نه دوی پر نورو بریدونه کول او نه به بهرنیانو پر دوی بریدونه تر سره کول، په هغه صورت کې به دوی په خپل منځ کې په جنګونو اخته کیدل تر څو خپله درېیمه توره په خپلو وینو سره او و وینځي او له زنګ وهلو يې وساتي.

په دې هکله درویش دراني هم ښکلي شعر ویلی دی:

نـــــــــو بیا واړه تر خپل منځ فریق فریق شي

         څوک مومن وايې و ځان ته، څوک زندیق شي

څوک غلجي، څوک دراني او څوک خټک شي

         هــــــم تړون د ورورولۍ لـــه منځه ورک شي

پـــــــــــه یــو بل پسي را واخلي خنجرونــــــه

        و یــــــــو بل تــــــــــه ور عطا کړي پرهرونه

د یـــــو بل پـــه وینو سرې کړي خپلې شونډې

         د یــــــو بل اولاد یتیم کړي، ښځې کـــــــونډې

تـــر هر شي دلته ارزانــــــــه شي سره وینـــه

         د اوبـــو پـــــــــــه څیر روانه شي سره وینــــه

دوی را واخلي دا ساعت درېیمـــــه تــــــــوره

         د میړاني او د پت دریمـــــــــــــه تــــــــــوره

پـــــــــه دا وینــــــــه يې ور و وینځئ صفا مخ

         لکـــــه میاشت د اسمان يې کـــــړي ځلا مـــخ

«د بې اتفاقۍ پایله د ورور په لاس د ورور وژل دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب