د مور ورځ دې ټولو میندو ته مبارکه وي. د چا میندې چې په دې نړۍ کې نه شته خدای تعالی دې جنتونه ورنصيب کړي. امین
د مور له اوښکو ډکې سترګې، یوازنی شی دی، چې ډېر سخت زړونه نرموي.
د خدای(ج) رضا د مور او پلار په رضایت کې ده او د خدای تعالی قهر د دوی په زوریدلو کې وي.
«د پلار او مور سره مینه او مرسته کول ستر جهاد دی.»
حضرت محمد( ص)
«مور په یوه لاس زانګو او په بل لاس نړۍ زنګوي.»
«مور د حقیقی مینې یوه بیلګه ده چې خپل هر څه له خپل اولاد قربانوي.» (ناپليون بوناپارت)
مور نړۍ جوړوونکې ده.
ښه مور تر سلو استادانو او ښوونکو غوره ده.
له مور نه بل هېڅ ښه نعمت نشته.
———————————
مور ډیر غوره نعمت دی چې خدای تعالی بشر ته ور بخښلی دی.
——————————
پر میندو خپل بچي ځکه ډیر ګران وي، چې ډیره پرې کړیدلې وي.
(ویکتور هوګو)
———————————-
د مور مقام دومره لوړ او اوچت دی، چې وطن يې له مور سره تشبیه کړی دی.
———————————
هغه چې زړه او ځان يې د اولاد له پاره د ژوند تر پایه کړېږي مور ده.
——————————-
په پیسو هر ډول مینه راتلای شي، پرته د مور له مینې.
د مور سره مينه د خدای( ج ) سره مینه ده.
——————————-
کمزورې مور هم د خپل کوچني د دفاع له پاره د نر زمري په څېر وي.
که د مور روزنه نه وي، ټولنه به بې تربیه شي.
——————————-
جنت د میندو د قدمونو لاندې وي.
——————————-
څوک چې د خپلو خدمتونو په مقابل کې د منننې تمه نه لري، مور ده.
—————————–
یوازې د مور مينه تلپاتې او حقیقي ده.
———————————
د مور د مقام په اړه څو لنډۍ
مورې دا خپل ټوپک مې راکه
په سنګر خیژم دښمنان راغلي دینه
مور يې په وينو شونډې سرې کړې
د پاک رسول دربار ته هسکه غاړه ځينه
مورې لنډۍ توره مې راکه
پر وطن ننګ دی زه خپل ځان شهیدومه
مورې لنډی کمیس را جوړ که
یار مې ضابط دی زنګون کیژ ورته کومه
خدای(ج) دې جنتونه در نصیب کړي.
د زړه نه در پسې خفه یم.