شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهله کورونا روغ شوي هېوادوال تر ۴ زرو او ناروغان یې تر...

له کورونا روغ شوي هېوادوال تر ۴ زرو او ناروغان یې تر ۲۴ زرو زیات شول

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو۲۴ ساعتونو کې یې د کورونا ۵۵۶ تازه پېښې ثبت کړې دي چې په دې سره د کورونا د ټولو ناروغانو شمېر هېواد کې ۲۴ زره او ۱۰۲ تنو ته ورسېد.

که څه هم د کابل، بلخ او هرات ګڼ شمېر لابراتوارونه د موادو د کمبود له امله تړل شوي خو د وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د کورونا ۱۰۶۵ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې له جملې یې ۵۵۶ مثبتې وې.

د وزارت لخوا تاند ته په ورکړي معلوماتي لیست کې راغلی چې تېره ورځ له کورونا څخه ۵ هېوادوال مړه شوي چې ټول شمېر یې ۴۵۱ مړو ته ورسېد.
همدا راز تېره ورځ ۲۷۳ تنه روغ شوي چې ورسره د ټولو روغو شویو هېوادوالو شمېر ۴ زره او ۲۰۱ تنو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په لومړي ځل مزار شریف کې د کورونا ناروغانو ته د وینې د پلازما تزریق تجربه کړ چې له دغې عملیې تېر شوي ۶ ناروغان اوس ښه ښودل شوي دي.

د کورونا د بحران له کبله د هیواد په روغتونو کې ځای نشته او شنونکي وايي، د کورونا ناروغانو او مړو اصلي ارقام تر هغې څو چنده لوړ دي چې د عامې روغتیا وزارت یې اعلانوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب