شنبه, اپریل 27, 2024
Homeجنرال وزیريافغانستان ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راتګ او غوښتنې|...

افغانستان ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز راتګ او غوښتنې| جنرال دولت وزیري

له ښاغلي ولسمشر ډاکتر صاحب محمد اشرف غني سره د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه له مذاکراتو خبر نه یم، چې پر کومو مسالو يې خبرې او پرېکړې کړی دي. څه چې په رسمې توګه د تلویزیون له لاری خپاره شوې دي، زما معلومات هم همغه دي.
زه له پاکستان سره د دوستۍ او ښه ګاونډيتوب پلوی یم.په دې هیله چې پاکستان هم د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د افغانستان د ویجاړولو او د جګړې د اوږدولو له پاره په پاکستان کې تروریستان ونه روزي. په کومو مسالو چې پريکړې او ژمنې کېږي پر هغو عمل وشي.
زه په دې باور یم چې له بده مرغه پاکستان په خپلو ژمنو کې صادق نه دی. پاکستان به په افغانستان کې تر هغه پورې جګړې ته دوام ورکوي چې د دوی ناروا غوښتنې منل شوې نه وي.
د دوی ناروا غوښتنې زما په اند:
لومړی – د ډيورند د ناروا ليکې په رسمیت پیژندل دي.
دویم – له هندوستان سره د اړیکو، تجارت او د محصلينو د لېږلو مسالو سړول او ډیرې ټیټې کچې ته را ټيټول دي.
دریم – په پوځي برخه کې له هند سره د اړیکو نه ساتل او پوځي محصلین د هند پر ځای پاکستان ته لېږل دي.
څلورم – د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د پاکستان د ازاد تجارت بې له کوم شرطه اجازه ورکول دي او د دې تر څنګ هند ته د پاکستان له لارې د افغانستان د تجارتي مالونو نه لېږل هم د دوی شرط دی.
پنځم – د پاکستان له اجازې پرته د کونړ پر سیند د بندونو نه جوړول دي.
شپږم – د دوی په خوښه د افغانستان د ملي اردو او ملي امنیت، د تشکیل او د وسلو له پلوه جوړول دي.
اووم – بې له قید او شرطه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او د دوی په خوښه امریکا ته په افغانستان کې د پاتې کېدو او د ګټو تامینول دي.
اتم – د ډیورند کرښې ته د پرتو ولایتونو له پاره د دوی په خوښه د والیانو ټاکل دي.
نهم – د طالبانو د زندانيانو خوشې کول دي.
لسم – د افغانستان په زندانونو کې د پاکستانی زندانيانو خوشي کول دي.
یوولسم – په افغانستان کې د طالبانو په وجود کې د اسلامي امارت راژوندې کول او یا په ډیر قوت د طالبانو راتګ دی.
دولسم – ډیورند کرښې ته په پرتو ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې ازاد چلند دي.
ديارلسم – په افغانستان کې د هغو کارخانو نه جوړول دي، چې په پاکستان کې تولیدات لري.
دا پورته او د دې په څیر نورې غوښتنې یواږې د پاکستان هیله نه بلکې ستراتيژيکې موخې دي.
تر څو چې دوی خپلو ستراتيژيکو موخو ته نه وي رسیدلي، دوی به د شطرنج پیل شوې لوبه چې وزیر او فیل د دوی په واک کې دي، په اسانه دی ته چمتو نه شي چې لوبه په خپل زیان پای ته ورسوي.
وايي: اس د بل، لښته له ونې چی نه يې ځغلوي، معنا دا چې خړې سترګې د مسابقې له ډګر څخه وتل دي او دا کار په اسانه پاکستان نه کوي.
د خدای تعالی کارونه بیا بیل دي، که افغانان سره یو شي، په خپلو ښو او بدو پوه شي، د دښمن له توطئو ځان وژغوري، د دوست او دښمن تر منځ فرق وکړي، نړیوال دوستان چې د افغانستان په ګټه وي له ځانه سره وساتي، د خپلو ملي ځواکونو ملاتړي اوسي او د دې ټولو تر څنګ فعال او د ورځې له غوښتنو سره سم سیاست وکړي، بیا نو پاکستان که ژاړی او که خاندې، په خپله پیل کړې لوبه کې کشت او ماتېږي. د داسې ورځې په هيله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب