پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونههېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر ۲۴ زرو ته نږدې شوو

هېواد کې د کورونا ناروغانو شمېر ۲۴ زرو ته نږدې شوو

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: د عامې روغتیا وزارت د تازه شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ویروس ۶۵۶ پېښې ثبت شوې دي.

د دغو تازه شمیرو په ثبت سره په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۲۳۵۴۶ ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرع یوه شپه او ورځ کې یې د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د یو زرو ۱۵۹ مشکوکو تنو سمپلونه اخبستې دي.

په دغه شمیرو کې ۳۲۶ پېښې په مرکز کابل، ۷۳ په غزني، ۳۷ په بلخ، ۳۳ تنه په کندهار، ۲۰ تنه په نیمروز، ۱۹ تنه په هرات، ۱۹ تنه په کنړ، ۱۸ په لغمان، ۱۷ په فاریاب، ۱۶ په ننګرهار، ۱۳ په بادغیس، ۱۲ بادغیس، ۱۲ په بغلان او ۱۱ تنه په سرپل ولایت کې ثبت شوې دي.

همدارنګه ۸ تنه په جوزجان، ۸ په هلمند، ۵ په فراه او ۵ تنه نور په سمنګان ولایت کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

همداراز د عامې روغتيا وزارت معین وحید مجروح په یو خبري کنفرانس کې وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ کسان د کرونا وبا له امله مړه شوي او ۶۰۲ تنه نور بیا روغ شوي دي.

افغانستان کې تر دا مهاله د کورونا ویروس له امله ۴۴۶ تنه مړه شوي او درې زره او ۹۲۸ نور بیرته روغ شوي دي.

دا مهال په کابل، بلخ، کندهار او نورو ګڼو ولایتونو کې د کورونا تشخیصیه مواد ختم دي او له یوې اووني راهیسې ټیسټونه نه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب