چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهطالبانو هرات کې په ولسي پاڅون کوونکو بریدونه کړي.

طالبانو هرات کې په ولسي پاڅون کوونکو بریدونه کړي.

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳مه: د هرات ولایتي چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو سخت بریدونه کړي دي.

ولایتي چارواکي وایي، وسله‌والو طالبانو د هرات ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې پر هغه پوستو بریدونه کړي چې د ولسي پاڅون کوونکو له لورې یې ساتنه کیږي.

د هرات ولایت د والي ویاند جېلاني فرهاد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، دا بریدونه تیره شپه شوي چې د سېمې خلکو له لورې بیرته په شا تمبول شوي دي.

ښاغلی فرهاد وایي، د ولسي پاڅون کوونکو او وسلوالو طالبانو په خپل منځې نښته کې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.

د ده په خبره چې په دې نښته کې ۵ طالب وسله‌وال وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د ی وایي، جګړه هغه مهال پیل شوه چې طالبانو د حمامک په سیمه کې د ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل
د ښاغلي فرهاد په وینا ولسي خلکو په دې جګړه کې د پاڅون کوونکو سره مرسته کړې او توانېدلي چې طالبان شا تګ ته اړ کړي

وسلوالو طالبانو بیا تر اوسه د دغه نښتو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه‌ دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب