Homeخبرونهجرمني او نړیوال بانک افغانستان ته نورې مرستې هم ورکوي

جرمني او نړیوال بانک افغانستان ته نورې مرستې هم ورکوي

تاند، جمعه، د جوزا ۲۳ مه:د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت وايي، له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي او له هغه د رامنځ ته شوي تاوان سره د مبارزې لپاره د نږدې ۷۰ میلیون یورو مرسته کوي، چې ۵،۷۷ میلیارد افغانۍ کېږي.

د دې وزارت د بهرنیو اړیکو مشر مارتین ییګر د افغانستان د مالیې وزارت له چارواکو سره خبرو کې پرون دا ژمنه کړې او د افغانستان مالیې وزارت هم د خبرپاڼې خپرولو سره دا خبر تایید کړی دی.

په عین حال کې د د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په نږدې راتلونکی کي به له کورونا سره د مبارزې لپاره، افغانستان سره ۷۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

دې سازمان ویلي له دې ویروس څخه ډېر اغېزمن خلک باید دې مرستو کې لومړیتوب ولري.

د مۍ میاشتې په اتمه نړیوال بانک د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د لا چټکولو او له کورونا سره د روانې مبارزې د لا ښه اداره کولو لپاره له افغانستان سره څلور سوه میلیون ډالره مرسته تصویب کړه.

له هغه څلور ورځې مخکې اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د چارواکو په خبره، د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کورونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.

تر دا مهاله هند، ترکیې، امریکا، ناټو، اروپایي ټولنې، جرمني، نړیوال بانک، اسیایي بانک، روسیې، چین او روغتیا سازمان له افغانستان سره د تجهیزاتو او نغدي مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...