جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهمحمد محقق په کورونا اخته شوی دی

محمد محقق په کورونا اخته شوی دی

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د حزب وحدت مشر محمد محقق په کورونا ویروس اخته شوی دی.
د دغه ګوند د رهبرۍ غړی غلام قادر سکندري تاند ته تاییدوي چې د محقق د کورونا ازموینه اته ورځې وړاندې مثبته راغلې وه، خو په وینا یې ښاغلي محقق د کورونا شدید علایم تېر کړي دي او اوس ښه دی.

بلخوا محمد محقق هم پر فیسبوک څو انځورونه اچولي او ویلي یې دي کورونا ته ماتې ورکول هم د لښکرونو د جګړې په څېر ښې روحیې او مورال ته اړتیا لري.
تر دې وړاندې د محقق زوی محمد علي محقق چې په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازی دی، هم کورونا نیولی و او د کورنۍ ګڼ غړي یې هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کورونا تر اوسه په افغانستان کې د لوړ پوړو له جملې څخه د ننګرهار والي، د کندهار والي، د کابل ښاروال او مرستیالان یې، د امرالله صالح د کورنۍ غړي، د ولسمشر د دفتر ګڼ غړي، د کندوز د والي مرستیال، د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروز نیولي دي خو د کندوز امنیه قومندان، د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی جنرال او ګڼ شمېر چارواکي ترې مړه شوي هم دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...