دا ځیني دوستان چې له مفسدینو د رحم او مهربانۍ هیله کوي، ماته د شاه د وخت یوه حقیقي کیسه رایاده شي:
1344 لمریز کال و، یو مسکین او بیوزلي کس د خپلو غمونو او بیوزلۍ په چورتونو کې ډوب پر لاره روان و. یوه زورور او په مستیو کې مست په اصطلاح مشر (د نامه له يادولو څخه يې ډډه کوم) دغه بیوزلی په دې را وګرزاوه، چې ولې يې ده ته سلام ور نه کړ.
بیوزلي ورته وویل:
ډېر قدرمن مشره! تا دې خدای زموږ له سره نه کموي. زه په خپلو غمونو کې ډوب وم او تاسو ته مې فکر نه و.
خرمست ورته وویل:
عذر تر ګناه بدتره دی. خپلو لټانو ته يې امر وکړ چې بیوزلی وتړي او ښه يې وډبوي.
کالي يې ورته څیرې کړل. پوزه او خوله يې په وينو هم ور سره کړه. له ډېرو عذرونو او زاريو يې بیوزلی خوشې کړ.
بیوزلی هم د نننیو بيوزلو په څېر له مفسد او خرمست څخه مننه وکړه. ورته ويې ویل:
خدای دې جنتي کړه، تاسو ډېر مهربانه یاست، که زه مو نه وای خوشې کړی، مېرمن به مې بې له دم او دعا څخه چې سخته ناروغه ده، مړه شوې وای.
اوس به زه په منډه لاړ شم چې د بر کلي له ملا صاحب څخه تعویذ او څاختونه راوړم تر څو مې مېرمن له مړینې بچ شي.
«اوس تاسو هم مفسدین په دعاوو ونازوئ، چې مهربانه شي او له مړینې څخه د بچ کېدلو په خاطر مو دم او دعا ته پرېږدي!!!»