Homeخبرونهحکومت: پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډوۍ وېش رسما درول شوی دی

حکومت: پر اړمنو کورنیو د وچې ډوډوۍ وېش رسما درول شوی دی

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: افغان حکومت پر قرنطین ځپلیو بې وزله کورنیو د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ ودروله خو اعلان یې کړی چې د مرستو نور پروګرامونه به ژر پیل کړي.

ولسمشر غني د دغې لړۍ د پای اعلان تېره ورځ د کابینې په غونډه کې رسما کړی دی خو امر یې کړی چې اوس د وچې ډوډۍ د وېش له درولو وروسته په دویم پړاو کې له اړمنو سره مرستې پيل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم تاند ته د دغه پروګرام په اړه وايي، د اختر تر دریمې ورځې پورې په ۳۳ ولایتونو کې له کابل پرته په ۶ میلیونه او ۶۳۵ زره ۳۷۴ کورنیو وچه ډوډۍ ویشل شوې ده.

نومړی وايي، په کابل کې هم په ۱ نیم میلیون کورنیو ۳۴ ورځې پرلپسې ډوډۍ ویشل شوې: (( هره ورځ مو ۶۴ میلیونه ۶۴۳ زره او ۸۸۴ ډوډۍ پر خلکو ویشلې دي، موږ دغه پروګرام ته ۶ اعشاریه ۳ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې وې.))

د یادونې ده چې په ۳۴ ولایتونو کې د وچې ډوډۍ وېش یوه نیمه میاشت وړاندې پیل شوی و ، خو په وروستیو کې د قرنطین له ماتېدو وروسته په ګڼو ولایتونو کې دا پروګرام په ناڅاپي ډول ودرول شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...