جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپولیسو یو لوی قاچاقبر او ۳۸ پولیس منسوبین د فساد په تور...

پولیسو یو لوی قاچاقبر او ۳۸ پولیس منسوبین د فساد په تور نیولي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د کورنیو چارو وزارت وايي، په ګڼو ولایتونو کې د ۳۸ پولیس چارواکو په شمول یې په کابل کې د مخدره توکو یو لوی قاچاقبر هم نیولی دی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین تاند ته وویل، دغه ۳۸ تنه پولیس منسوبین او چارواکي یې په کابل ،هرات، ننګرهار، غزني، جوزجان، سمنگان، تخار، زابل، خوست، کندز، پروان، بغلان او بامیان کې له واک څخه د ناوړه استفادې، رشوت او وظیفوي غفلت له امله نیولي دي خو د کابل په اوومه ناحیه کې یې له اوږدې مودې راهیسې تر تعقیب لاندې یو قاچاقبر هم تېره ورځ په ځانګړو عملیاتو کې نیولی دی.

طارق ارین وايي، د ټولو نیول شویو کسانو دوسیې په اړوندو ولایتونو کې څارنوالیو ته استول شوې دي.

نوموړی وايي، له واک څخه د ناوړه استفادې په تور تېر کال هم ټول هېواد کې له ۱۰۰۰ څخه زیات پولیس منسوبین نیول شوي وو او د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو لپاره به دا لړۍ روانه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...