پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د وزارتونو سرپرستۍ نورې ختموم

ولسمشر غني: د وزارتونو سرپرستۍ نورې ختموم

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: ولسمشر غني د ولسي جرګې له رئیس او اداري پلاوي سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې په وزارتونو کې د سرپرستۍ ستونزه به ژر تر ژره هواره کړي.
په دې ناسته کې چې تېر ماښام په ارګ کې شوې ده د ولسي جرګې مشر له ولسمشر څخه غوښتي چې ژر تر ژره د باور د رایې لپاره خپله کابینه ورمعرفي کړي.

په دې لیدنه کې ولسمشر ژمنه کړې چې سرپرستي به نوره پایته ورسوي او نوماند وزیران به ژر ولسي جرګې ته ور وپېژندل شي.
بلخوه په لیدنه کې د پارلماني چارو وزیر ضیاالحق امرخیل هم ټینګار کړی چې له دوه اوونیو راهیسې له ملي شورا سره د دولت همغږي خورا زیاته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني په حکومت کې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د سرپرستۍ موضوع خورا جدي بحث و او تر اخره نږدې ۲۳ وزارتونو او خپلواکو بنسټونو سرپرست وزیران او مشران لرل.

اوس هم حکومت د کابینې د ژر تر ژره معرفي کولو هڅه کوي، خو ویل کېږي چې اوس د عبدالله په ټیم کې د ۵۰ سلنه ونډې په اړه د کابینې پر څوکیو خپلمنځي اختلافات دي او د عبدالله ګڼ ملګري لویې څوکۍ غواړي، چې ولسمشر غني بیا د شایسته ګۍ پرته چاته د څوکیو ورکولو طرفدارنه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب