جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو: افغان ځواکونه اوس له ترهګرۍ سره په یوازې ځان د مقابلې...

ناټو: افغان ځواکونه اوس له ترهګرۍ سره په یوازې ځان د مقابلې جوګه دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: ناټو یو وار بیا د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ ښودلی او ټینګار یې کړی چې دغه هیواد کې سوله یوازې هغه وخت راتلی شي چې افغانان پخپلو کې سره مذاکراتو ته راټول شي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، د دوی لپاره تر ټولو غوره لاره چاره دا ده چې ناتو د افغان ځواکونو روزنه وکړي او هغوی پخپله په هېواد کې د امنیت د ټینګولو جوګه وګرځوي.

نوموړي ویلي، د سازمان هدف یې دا دی چې افغانان پخپله له ترهګرۍ سره د جګړې توان پیدا کړي او د خپل هېواد ساتنې ته ټول پام ور واړوي: (( د افغانستان په اړه اندېښنې زیاتې دي، خو لویه بریا داده چې افغانستان یوه پیاوړې ملي اردو لري او اوس دا ځواک له ترهګرۍ سره پخپله د جګړې توان لري.))

سټولټنبرګ همداراز پرون په یو ټویټ کې هم یادونه کړې چې له ولسمشر ټرمپ سره یې په وروستیو امنیتي تحولاتو خبرې کړې دي او د افغانستان د مسئلې د حل تر څنګ یې ورسره د ناټو په پیاوړتیا هم بحث کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په رابطه د خلیلزاد د وروستي سفر له کبله هیلې زیاتې شوې دي.
نوموړی چې له پاکستاني پوځي مشرانو سره یې پر اوربند او د بندیانو پر تبادله خبرې کړې دی بیرته قطر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې کابل ته هم راشي.

دغه راز ویل کېږي چې افغان حکومت په نږدې ورځو کې ۱۰۰۰ تنه نور طالبان هم خوشې کوي او طالبان هم د بین الافغاني خبرو اترو لپاره په اجنډا بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب