پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهچمن کې له قرنطین کمپ څخه ۲۰۰ کسان تښتېدلي دي

چمن کې له قرنطین کمپ څخه ۲۰۰ کسان تښتېدلي دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: له ډیورند کرښې سره نږدې د چمن هغې غاړې ته له یو قرنطینیه کمپ څخه ۲۰۰ ښځې، ماشومان او نارینه تښتېدلي دي.

راپورونه وايي، په دغه کمپ کې یوه مېرمنه سخته ناروغه وه او کورنۍ یې غوښتل چې هغه روغتون ته ورسول شي چې د کمپ مسوولانو ورسره نه ده منلې او له کبله یې له قرنطین شویو کسانو سره د کمپ د عملې اخ و ډب هم رامنځته شوی دی.

له فزیکي شخړې وروسته په کمپ کې ایسارو خلکو دروازه ماته کړې ده او ناروغه میرمن یې ایستلې ده.
مسوولان وايي، په کمپ کې ایسار خلک راجستر نه وو له همدې کبله یې له دوی سره کوم ریکارډ هم پاتې نه دی.

د سرچینو په وینا په کمپ کې ایسارو خلکو له دوه ورځو راهیسې دا شکایت هم درلود چې سم خواړه نه ورکول کېږي له همدې کبله یې د نه خوړو اعتصاب هم کړی و.
مسوولان وايي، دا خلک له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...