جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد افغان حکومت او طالب د غلامۍ مقایسه

د افغان حکومت او طالب د غلامۍ مقایسه

محمد هلال 

طالب په ډېر شد او مد حکومت ته غلامه اداره، اجیره اداره، د کابل بدنامه اداره او داسې نور ناوړه الفاظ کاروي، چې په هغو سره دا ښکاره کوي، چې د افغانستان حکومت بلکل غلام دی او طالبان بیا سپینې کوترې او د هیچا غلامان نه دي. په لاندې کرښو کې د طالب او افغان حکومت په اړه یو څو ټکي په مقایسوي ډول راوړو:

ښکاره ده، چې اوسنی افغان حکومت د امریکا په مرسته او د ملګرو ملتونو او نورې نړۍ په تایید او ملاتړ سره را منځ ته شوی خو امریکا په ښکاره ترهګري بهانه کړې مګر په پټه نور اهداف لري چې د هغو لپاره په هېڅ شي صرفه نه کوي. مثلا په ښکاره د حکومت ملاتړ کوي خو په پټه د اړتیا په صورت کې حکومت وهي، په ښکاره طالب وهي خو په پټه بیا ورسره ملګرتیا کوي. [بس امریکا ده نو!]

همدارنګه ښکاره ده، چې د طالب ترشا پاکستان دی، د طالب مشران، کمیسیونه، اداري جوړښتونه او روزنیز مرکزونه ټول په پاکستان کې دي، د پاکستان آی اس آی د هغوی روزنه کوي، د هغوی پالنه او ساتنه کوي او د هغوی جګړه رهبري کوي. د پاکستان ترڅنګ روسیه، ایران او نور استخبارات هم ولاړ دي. 

حکومت که غلام دی نو غلامي یې د یو رسمي سند او تړون په اساس ده، د امریکا او افغان حکومت ترمنځ تړون لاسلیک شوی او ټولو ته د لاس رسی وړ دي. مګر طالب له پاکستان، روسیې، ایران او نورو استخباراتو سره د کوم تړون په اساس کار کوي؟ طالب پاکستان او ایران ته د هغوی د مرستو په بدل کې څه ورکوي؟! 

د طالب په اصطلاح حکومت لاس پوڅی او غلام هم دی، خو افغان ولس ته یې ښوونځي جوړ کړي، پوهنتونونه یې جوړ کړي، تعلیمي مؤسسات یې جوړ کړي، روغتیايي مراکز یې جوړ کړي. مګر طالب د افغان ولس لپاره څه کوي؟ کومه مدرسه، کوم ښوونځی، کوم سړک او کوم روغتيايي مرکز لري؟ طالب په ټول افغانستان کې د کابل پوهنتون، ننګرهار، یا بل کوم پوهنتون معادل کومه ستره مدرسه لري؟ چې افغان ولس ته یې یو عالم او ملا وړاندې کړی وي؟!

افغان حکومت به د امریکا غلام وي! خو یو سرحد لري. ډېرې داسې بېلګې شته چې افغان حکومت د امریکا د ډېرو سترو غوښتنو او ویناوو مخالفت کوي او په رسنیو کې منعکس کېږي. د بېلګې په توګه: په ۲۰۱۱ کې اوباما په قطر کې له طالبانو د کرزي د حکومت د توقع خلاف خبرې پیل کړې. د طالبانو دفتر یې پرانېست خو افغان حکومت یې مخالفت وکړ او هر څه همداسې په ټپه ودرېدل. همدارنګه په ۲۰۲۰ کې امریکا له طالبانو سره د ۵۰۰۰ بندیانو د آزادولو هوکړه وکړه خو اشرف غني او افغان حکومت یې مخالفت وکړ، څنګه چې امریکا غوښتل او څنګه یې چې د نړیوالو په مخکې له طالب سره قرارداد لاسلیک کړی ؤ هسې یې و نه کړل. 

خو طالب د پاکستان د کومې وینا مخالفت کړی؟ طالب د پاکستان د کومې اعلامیې او وینا په اړه غبرګون ښوودلی؟! هره ورځ وینو چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزات، د پوځ مشران او عمران خان داسې خبرې کوي، چې د طالب آزادي او خپلواکي تر کلکې پوښتنې لاندې راولي مګر یوه بېلګه وښایاست چې طالب د پاکستاني مشرانو په اړه غبرګون ښوولی وي. 

حکومت که هر څو غلام او پردی دی بیا هم د افغانستان تاسیسات جوړوي، د اوبو بند جوړوي، لویې لارې او سړک جوړوي، مګر طالب چې هر څو ځان د ولس له منځه بولي او ځان د افغانستان اصلي خاوند بولي بیا هم نه پرېږدي چې د افغانستان تاسیسات جوړ شي. د هرات له پاشدان او سلما شروع بیا تر بخش آباد، کمال خان، ان داسې مچلغو او په دې وروستیو کې د فاریاب د بندونو د جوړولو او ورانولو لپاره ټوله هڅه کوي. سړکونه او ستر ستر پلونه ورانوي. ان پر جوړو سړکو بیلدوزر را ولاړ کړي او جوړ سړکونه وران کړي، نو آیا یو آزاد افغان به داسې کار وکړي؟ په کندوز، غزني، فرا یا هره ولسوالۍ او مرکز چې طالب ور ننوتلی اور یې ورته کړي او هر څه یې سره لمبه کړي. نو که طالب ازاد وي نو بیا ولې آی اس آی نه وايي چې یره افغان پولیس او عسکر خو دې را باندې ووژل مګر دا ښار او ولسوالي خو زما او زما د ولس ملکیت دي، دا ولې وران او د اور لمبه کړم؟!

حکومت که هر څو غلام دی بیا هم د حکومت او امریکا ترمنځ یو سند شته چې ټولو لیدلی مګر طالب له پاکستان سره کوم سند لري. یانې پاکستان طالب خپل سیال نه بولي چې یو سند ورسره ولري. بلکې د یو نالوستي او بې کور مزدور په ډول ترې استفاده کوي.

1 COMMENT

  1. د مجاهدینو په وخت کی عبدالرحیم وردک د سروبی او مهاپیر او نغلو د بندونو د ورانولو لپاره راغلی مګر همدا ولس وو چی مخه یی ونیوله مګر کله چی کرزی اداره راغلله همدا رحیم وردګ یی وزیر د دفاع مقرر کړ

    تاریخ هیڅ هم پټ ندی پریښی ځکه دوی به هم د رحیم وردک په شان غټو پوستونو دندی تر لاسه مګر ولس بیا هم د فقر او بیکاری او غمونو او رنځونو په ډنډ کی لمبیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب