پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد مزارشریف د روضې ۱۰۰۰ کوترې له لوږې مړې شوې دي

د مزارشریف د روضې ۱۰۰۰ کوترې له لوږې مړې شوې دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د مزارشریف حضرت علي روضې ته د زیارت کوونکو پر ورتلو د قرنطیني بندیز له امله تر اوسه له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کوترې له لوږې مړې شوې دي.

د روضې د ساتونکو په وینا د روضې کوترو ته به زیارت کوونکو له ځان سره دانه ور وړله او ورته به یې اچوله خو اوس د علي په روضه کې د خلکو پر تګ راتګ کلک بندیز لګول شوی دی او له همدې امله زرګونه کوترې پکې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.

د روضې منجاوران وايي، که حکومت د کوترو د لوږې چاره ونکړي یو لوی شمېر د زیارت کوترې به نورې هم مړې شي.
د مزار شریف د روضې کوترې چې تر ډېره سپین رنګې دي، د حضرت علي روضې ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده.

ددغو کوترو د لیدو لپاره به د ورځې زرګونه خلک روضې ته ورتلل او هلته به یې ورته د غنمو او نورې دانې وروړلې.

د روضې مسوولان وايي، په دغه زیارت کې له ۱۰ زرو زیاتې کوترې دي او د ورځې له یوې بوجۍ تر دریو بوجۍ دانه به ورته خلکو اچوله.
دوی وايي، د بلخ د حج و اوقاف وزارت ته یې دا موضوع رسولې ده، خو هغوی یې په اړه اقدام نه دی کړی.

د یادونې ده چې حکومت دوه نیمې میاشتې ګڼ ښارونه او زیارتونه تړلي وو، خو اوس یې د دریو میاشتو لپاره په قرنطییني بندیزونو کې نوي نرمښتونه راوستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...