تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۰) د سایبري امنیت یا سایبر سیکورټي له نظره د نړۍ تر ټولو خوندي هیواد فنلنډ او تر ټولو ناخوندي افغانستان او ۴ نور هیوادونه دي.
د (PasswordManagers.co) د تازه فهرست له مخې، چې د مایکروسافټ او د ټیلي کمونیکېشن د نړیوالې ټولنې (International Telecommunication Union) د معلوماتو پر اساس یې چمتو کړی دی، د سایبري امنیت له پلوه فنلنډ، ډنمارک، لوګزامبورګ، اتریش، او ایستونیا د نړۍ تر ټولو خوندي هیوادونه دي خو فنلنډ د ټولو په سر کې دی.
د دې فهرست له مخې، افغانستان د سایبري امنیت له پلوه تر ټولو ناخوندي هیواد دی، ورپسې میانمار، ایتوپیا، فلسطین او وینزویلا دي. دا هیوادونه د مېلوېر (malware) او سایبري امنیت په وړاندې تر ټولو زیانګالي دي.
پاکستان هم په لسو تر ټولو زیاتو ناخوندي هیوادونو کې شامل دی.
په راپور کې ویل شوي چې په نړۍ کې د سایبري امنیت له نظره تر ټولو خوندي سیمه اروپا ده خو تر ټولو ډېر ناخوندي هیوادونه په افریقا کې دي. راپور وايي. که څه هم په ۵ تر ټولو ناخوندي هیوادونو کې یوازې یو (ایتوپیا) د افریقا په لویه وچه کې دی خو د دې لویې وچې په سلو کې ۷۵ هیوادونه د نورو هیوادونو په پرتله خورا لږ سایبري امنیت لري.