پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوری درستیز سره وکتل

خلیلزاد په راولپنډۍ کې د پاکستان له لوری درستیز سره وکتل

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۸) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن (یکشنبه) په راولپنډۍ کې، چې د پاکستان د پوځ مرکز دی، د پاکستان له لوی درستیز سره ولیدل.

خلیلزاد وروسته له دې چې په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان د سولې د راتلونکي پړاو په اړه خبرې وکړې، پاکستان ته لاړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد او جنرال قمر جاوید باجوه د دوو خواوو د دلچسپۍ پر موضوعاتو، د افغان کډوالو، د افغانستان د پخلاینې د پروسې، د افغانستان او پاکستان د پولو د مدیریت او په مجموع کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، جنرال باجوه او خلیلزاد د افغانستان د سولې په لور د پورته شویو ګامونو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.

بین الافغاني خبرې به په دوحه کې کېږي

راپورونه وايي چې خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو د پیلېدو د نېټې او ځای په اړه خبرې وکړې او موافقې ته ورسېد.

ګومان کېږي چې خلیلزاد کابل ته تر رسېدو وړاندې قطر ته هم تللی او له طالبانو سره یې خبرې کړي دي.

تراوسه پورې په دې اړه نه امریکا او نه طالبانو څه ویلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (جون ۵) اعلان وکړ چې خلیلزاد د افغانستان د سولې د راتلونکي پړاو د خبرو لپاره د قطر، اسلام اباد او کابل په لور روان شو.

دغه وزارت همداراز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، خلیلزاد به د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې او د طالبانو او امریکا د موافقې د ټولو ژمنو په ځانګړي ډول د تشدد د کمېدا او د بندیانو د خلاصون د عملي کېدو په اړه له ټولو خواوو سره د نظرتبادله وکړي.

خلیلزادپر اورکم او د بندیانو پر تبادلې د خبرو لپاره سیمې ته سفر پیل کړ

2 COMMENTS

  1. که چیری تالیبان واقعآ مستقیل اوسی او د هری فیصلی تصمیم خپله کولای شی نو بیا د خلیلزاد مثلثی تګ ته څه ضرورت دی او بیا باید د پاکستان د دولت سره خبری وشی نه د فوځ او ای ایس ای مشر سره.

  2. ټول ولس ته له مخکی څرګنده شوی چی خلیلزاد د دوهم بنین سیوان رول مخی ته بیایی مګر تر اوسه هغه سوله چی د افغان ولس او دولت د اوربند په رڼا کی تمه وو هغه شان نده روانه یعنی د خلیلزاد بیابیاځلی پاکستان ته تګ او له باجوه او نورو استخباراتو چارواکو او ورته ادارو ته دده تګ داسی بیانوی چی طالبان اوس هم د پاکستان په لومه کی بند پاتی ډلي دي
    https://taand.net/?p=2550
    دي هیل: طالبانو پخوا له افغان حکومت سره سوله کوله خو پاکستان او امریکا پرېنښودل

    نو لدی ټول نړی ته روښانه کیږی چی امریکا او پاکستان په ګډه پدی هیواد د بلی غمیزی د ډیزاین په لټه کی دی ځکه خو پاکستان په نظامی او سیاسی ډګر کی د طالبانو ترمینځ هر کال او هر وخت تغیرات او بدلونونه راولی چی داسی ښکاری هم چی پاکستان مخکی له مخکی د ملاعمر په شان ملاهیبت الله وژلی او امریکا کوښښ کوی چی ددی طالبانو مرسته چی مشری به د قطر چارواکو په لاس کی وی د داعش د پروژی د پیاوړتیا لپاره کار کوی چی دا ولس به بیا د څو لسیزی لپاره بارو په اور کی سوځي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب