Homeخبرونهخلیلزادپر اورکم او د بندیانو پر تبادلې د خبرو لپاره سیمې ته...

خلیلزادپر اورکم او د بندیانو پر تبادلې د خبرو لپاره سیمې ته سفر پیل کړ

تاند (شنبه، د جوزا۱۷) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دوحې، اسلام اباد او کابل په سفر راوتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر خپله ویبپاڼه ولیکل، سفیر خلیلزاد نن (جمعه/ د جون ۵) د درو هیوادونو په لور روان شو.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي، ښاغلی خلیلزاد به د دې سفر په لړ کې هڅه وکړي چې د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو لپاره د افغان خواوو موافقه ترلاسه کړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې خلیلزاد به د امریکا او افغانستان د ګډې اعلامیې او د طالبانو او امریکا د موافقې د ټولو ژمنو په ځانګړي ډول د تشدد د کمېدا او د بندیانو د خلاصون د عملي کېدو په اړه له ټولو خواوو سره د نظرتبادله وکړي.

د طالبانو له لوري د اختر په درو ورځو کې د اوربند له اعلانېدو وروسته ولسمشر غني د ۲ زره طالب بندیانو د خلاصون اعلان وکړ خو د طالبانو او امریکا د موافقې پر اساس طالبان د خپلو ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه کوي.

د افغانستان حکومت وايي چې نژدې ۳ زره طالب بندیان یې خوشي کړي او نور هم خوشي کوي مګر طالبان هم باید تشدد کم کړي.

د حکومتي چارواکو د څرګندونو او راپورونو پر اساس طالبانو له اختره وروسته بیا تشدد ته زور ورکړی دی.

د چارو ځینې کتونکي باور لري چې د طالبانو له لوري د تشدد زیاتېدا د هغو کسانو له دریځ سره مرسته کوي چې د امریکا او طالبانو د موافقې او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مخالف دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...