جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنیکولاس کې: له طالبانو سره د امریکا موافقه مشروطه ده

نیکولاس کې: له طالبانو سره د امریکا موافقه مشروطه ده

تاند (شنبه، د جوزا۱۷) په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی سرنیکولاس کې وايي، تر څو چې طالبان له زړه سولې ته تیار شوي نه وي، له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل به تېروتنه وي.

نیکولاس کې فورسیز نیوز (Forces News) ته وویل «د سولې تر هراړخیزې موافقې مخکې له افغانستانه زموږ د ځواکونو وتل تېروتنه ده او له بیړې کار اخیستل دي.»

په قطر کې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې پر اساس امریکا به د سږ کال تر جولای میاشتې پورې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راکموي. نور به د راتلونکي میلادي کال تر مې میاشتې پورې باسي. خو راپورونه وايي چې امریکا مخکې لا د خپلو پوځیانو شمېر تر ۸۶۰۰ کم کړی دی.

د دې په مقابل کې طالبانو یوازې دا ژمنه کړې چې بیا به بهرنیو ترهګرو ډلو ته پناه نه ورکوي او تشدد به کموي.

طالبانو د موافقې خلاف تشدد ته زور ورکړی او د دوی دې کار د امریکا په منځ کې د هغو کسانو دریځ پیاوړی کړی چې له دې ډلې سره د موافقې مخالف دي او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور پر دوام ټینګار کوي.

د امریکا د سناجرګې ريیس، امریکايي پوځیان باید تر ډېرو په افغانستان کې پاتې شي

نیکولاس کې وویل، مهمه ده چې دا له یاده ونه باسو چې دا موافقه مشروطه ده.

«که طالبان پر خپلو ژمنو ونه درېږي، بیا نو موافقه نشته. ژمنې باید په عمل کې ثابتې شي.»

ده زیاته کړه، یوه ژمنه چې طالبانو کړې هغه دا ده چې تاوتریخوالی به کموي، خو حقیقت دا دی چې تراوسه پورې دوی دا کار نه دی کړی.

طالبانو د اختر په درو ورځو کې ناببره اوربند وکړ چې د افغانانو او نړیوالو له هرکلي سره مخامخ شو خو له اختره وروسته یې بیا بریدونو ته زور ورکړ.

ځینې شنونکي وايي چې د طالبانو په منځ کې هم جنګ غوښتونکي عناصر تر روغې په جنګ خوشاله دي خو طالبان دا ادعا په کلکه ردوي چې ګنې د دوی په منځ کې درز شته.

په افغانستان کې د ناټو پخواني سفیر وویل «طالبانو پر ايتلافي ځواکونو حملې درولي، دا هم سمه ده چې دوی په ښارونو کې لویې حملې درولي… خو دوی له ښارونو دباندې او ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو او ملکي افغانانو وژلو ته په شدت دوام ورکوي.»

د طالبانو له لوري د حملو د زیاتېدا له کبله پرون امریکايي پوځیانو اعلان وکړ چې له ډېرې مودې وروسته مجبوره شول چې پر طالبانو بمبارۍ وکړي.

امریکا فراه او کندهار کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي

نیکولاس کې وویل، امریکا تر مهالوېش وړاندې خپل پوځیان باسي خو طالبان لا هم تشدد کوي.

ده زیاته کړه «موږ ډېره هڅه کوو چې د افغانستان حکومت د طالبانو بندیان خوشي کړي چې د اعتماد جوړولو لپاره مهم کار دی.»

ده دا هم وویل چې په بل پړاو کې باید د طالبانو او د افغانستان د حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي او تر څو چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هراړخیزه مافقه نه وي شوې امریکا او ناټو باید له افغانستانه خپل پوځیان ونه باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب