دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهامریکا فراه او کندهار کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي

امریکا فراه او کندهار کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي دي

تاند، جمعه، د جوزا ۱۶مه: په افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند کرنل سوني لېګېټ نن جمعه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکایي پوځ په فراه او کندهار کې پر هغو طالب وسلوالو هوایي بریدونه کړي‌ چې د افغان پوځ پر پوستو یې د بریدونو پلان درلود.

کرنل لګېټ وایي، فراه کې تېره شپه هوایي برید کې ۲۵ طالب وسلوال په نښه شوي او همدا راز نن غرمه کندهار کې هم پر طالب وسلوالو یې هوایي برید کړی دی.‌

د امریکایي پوځ ویاند وایي،‌ د کوچني اختر له درې ورځني‌ اوربند راهیسې دا لومړی ځل دی چې دوی پر طالب وسلوالو برید کوي.

نوموړي په دې هوایي بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویلي،‌ خو زیاتوي‌ چې دا بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم شوي‌ دي.

کرنل لېګېټ‌ پر ټولو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي،‌ چې ورسره د سولې پروسه پرمخ ولاړه شي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه پر دوی د خپل نوي ایتلافي ملګري د امریکا هوایي بریدونو په اړه څه نه دي‌ ويلي.

له طالبانو سره د امریکا په خپلمنځي هوکړه کې یادونه شوې چې طالبان او امریکایی پوځ به پر یو بل برید نه کوي، خو امریکا دا حق لري‌ چې پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو مخنیوي وکړي.‌

1 COMMENT

  1. مونږ الله ته خواست لرو او وایو چه د خدای (ج) له طرفه دی پر طالیبانو له هری خوا
    بریدونه وشی چه دا د پنجاب وخشی ځناور تباه شی۰ امیین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب