شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد امریکا د سناجرګې ريیس، امریکايي پوځیان باید تر ډېرو په افغانستان...

د امریکا د سناجرګې ريیس، امریکايي پوځیان باید تر ډېرو په افغانستان کې پاتې شي

تاند (جمعه، د جوزا۱۶) د امریکا د متحدو ایالتونو د سناجرګې د اکثریت (جمهوریپال) ګوند مشر میچ مکنل وايي، امریکايي پوځیان باید له تروریزم سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې تر ډېره پاتې شي.

ده د پنجشنبې په ورځ د سناجرګې غونډې ته وویل «پکار ده چې موږ په افغانستان کې د کافی وخت لپاره واوسو چې د داعش، القاعده او حقاني شبکې د جګړه مارو پر ضد خپل ستراتیژیک قدرت وساتو.»

ده په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتې کېدو پر اړتیا د ټینګار به ترڅ کې وویل «موږ په افغانستان کې باید په دې خاطر هم واوسو چې د عراق او سوریې کانې تکرار نه شي.»

د سناجرګې د اکثریت ډلې مشر د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر موافقې ته په اشارې وویل، په طالبانو باور نه شي کېدای چې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره به اړیکې پرې کړي.

د ده په نظر امریکا باید د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې که طالبانو د قطر د موافقې سرغړونه وکړه، د افغانستان دولت دې ډلې ته سزا ورکړای شي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د ملګروملتو د څېړونکو په هغه راپور کې، چې امنیت شورا ته یې وسپاره، ویل شوي و چې طالبانو له القاعده سره اړیکې جاري ساتلي او د امریکا او طالبانو د اتلس میاشتو خبرو په لړ کې طالبانو پر له پسې د القاعده شبکې له مشرانو سره سلامشورې کولې.

په راپور کې دغه راز ادعا شوې چې اوس هم القاعده په افغانستان کې روزنیز کمپونه لري او په دې هیواد کې د القاعده شبکې د غړیو شمېر له ۴۰۰ تر ۶۰۰ تنو پورې رسېږي.

خو طالبانو د ملګروملتو دا راپور په کلکه رد کړ.

د امریکا او طالبانو له موافقې سره سم، امریکايي پوځیان په ۱۴ میاشتو کې، یعنې د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

خو د امریکا او طالبانو له موافقې سره سره، د طالبانو د حملو شدت ته په کتو، چې د اختر له درې ورځیني اوربنده وروسته یې پیل کړي، داسې نه ښکاري چې دا ډله دې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب