د کرونا په بحران کې د اتریش د فوټبال ملي لوبډلي د دې هیواد د کلبونو سره د مرستی په هدف د یو میلیون یورویي اضطراري صندوق جوړ کړی دی. د دې ترڅنګ به د اتریش د ملي لوبډلي لوبغاړي ۵۰۰ زره یورو د اتریش د لیګ د کوچنیو کلبونو سره مرستې برابري کړي.
د ډیلي سټار د راپور پر اساس، منچسټر سیټي کوښښ کوي، تر څو خپل روزونکی پیپ ګوارډویلا له ځان سره وساتي. دوی ډاډمن دي، چې هسپانوی روزونکی به یي تر۲۰۲۱ کال وروسته خپل قرارداد ور سره وغځوي او بارسلونا ته به بیرته ولاړ نه شي.
د اتریش فوټبال ملي لوبډلې کورونا ته تدابیر نیولي، نور هم شته