Homeخبرونهبین الافغاني خبرې به په دوحه کې کېږي

بین الافغاني خبرې به په دوحه کې کېږي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۸) دولتي سرچینې وايي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان چارواکو سره د بین الافغاني خبرو د ځای او نېټې په اړه خبرې کړي دي.

د سرچینو پر اساس، ټاکل شوې چې بین الافغاني خبرې د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

یوه دولتي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته وویل چې د خبرواترو د خای او نېټې پر سر د طالبانو له موافقې وروسته د افغانستان حکومت موافقه کړې چې د طالبانو شاوخوا ۲ زره نور بندیان هم خوشی کړي خو افغان چارواکي لا هم ټینګار کوي چې طالبان باید تشدد کم کړي.

په همدې حال کې هندي رسنیو د افغانستان د ولسمشر د ویندوی صدیق صدیقي په قول ویلي چې د افغانستان حکومت د سولې د پروسې به برخه کې مهم ګام اخیستی دی.

صدیقي دا هم ویلي چې د حکومت مرکچي پلاوی چمتو دی چې د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. د صدیقی په وینا دا پلاوی د افغانانو د بېلابېلو خواوو او ډلو له کلک ملاتړه برخمن دی.

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو څه باندې ۲۷۰۰ بندیان خوشي کړي او طالبانو د حکومت ۴۵۸ تنه پرې ایښي دي.

دولتي سرچینو له تاند سره په خبرو کې د بین الافغاني مذاکراتو نېټه ونه ښوده.

د طالبانو او حکومت ترمنځ د خبرو ژر تر ژره پیلېدا له دوو اړخونو زیات اهمیت لري. له یوې خوا وېره ده چې د امریکا په حکومت کې د قطر د موافقې مخالفان د سولې په برخه شوی پرمختګ له خطر سره مخامخ کړي او له بلې خوا باور کېږي چې که د سولې خبرې د بهرنیو پوځیانو د حضور په مهال نتیجه ورنه کړي، افغانستان به په یوې بلې خونړۍ او ورانوونکې کورنۍ جګړې کې ښکېل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...