یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خوندي سیمې وټاکل شوې

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې خوندي سیمې وټاکل شوې

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۸) د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره تقریباً هممهاله د افغانستان حکومت ۴ سیمې خوندي ساحې او ملي پارک اعلان کړې.

د نورو هیوادونو خلاف، چې د وحشي ژوو لپاره ملي پارکونه او خوندي ساحې لری، افغانستان دې برخې ته تراوسه هیڅ پام نه دی کړی.

خو د یکشنبې په ورځ د ولسمشر غني په ګډون په ارګ کې په یوه غونډه کې د غزني د ناور ولسوالي اب ایستاده ډنډ، د نورستان ځنګلونه، د تخار درقد ټاپو او د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ ځنګلونه خوندي سیمې ونومول شوې.

په غونده کې د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې ريیس شاه زمان میوندي وویل، دغه اداره همدا راز د ۳۰ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د څلورو وړاندیز کړیو پروژو پر طرحو کار کوي.

ولسمشر غني د چاپیریال ساتني ملي اداري رئیس او رهبري پلاوي ته لارښوونه وکړه چې له علماو، والیانو او ولسوالانو سره همغږي شي، څو په راتلونکو څلورو کلونو کې په هره ولسوالۍ کې د پارکونو په ایجادولو سره د ژوند غوره چاپیریال رامنځته شي.

که څه هم د افغانستان حکومت د لومړي ځل لپاره د ملي پارک او خوندي سیمو په اړه یوه پرېکړه وکړه خو د دغو ساحو د خوندیتوب لپاره د حکومت پر وړتیا شک کېږي ځکه چې حکومت په دغو سیمو کې اغېزمن حضور نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب