سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريد خرپ او ترپ یا ګرولايي جګړې| جنرال دولت وزیري

د خرپ او ترپ یا ګرولايي جګړې| جنرال دولت وزیري

ګرولا یا ګریلا (Guerella) د هسپانوۍ ژبې راوتلې کلمه ده، د کوچنۍ جګړې یا خرپ او ترپ په معنی ده. دغه جګړې د غیرو منظمو جنګیالیو له خوا د هغو ځواکونو پر خلاف تر سره کیږي چې پر سیمه واکمن او منظم قوتونه وي.

د خرپ او ترپ یا چریکي جګړو کې جنګیالي له منظمو پوځونو سره له قاطعو تکتیکي نښتو او جګړو ډډه کوي. دوی .زیاتره له کمین، جګړه ایزو چلونو او ناڅاپي بریدونو څخه ګټه پورته کوي.

په دی ډول جګړو کې اکثرا له سپکو او دودیزو وسلو ګټه پورته کیږي، په ځانګړې توګه له انفجاري توکو او ماينونو په ډيره پيمانه ګټه اخلي.

د دې ډول جګړو ستر برې په هغه صورت کې وي، چې د سیمې خلک له دغو جنګیالیو سره خواخوږي ولري، دوی وساتي او مرسته ورسره وکړي. دوی په غرنیو سیمو، ښارونو او ځنګلونو کې هم ډیر پیاوړي وي. ځکه چې غرنۍ سیمې، ښارونه او ځنګلونه د منظمو قوتونو د فعالیت لپاره ډیر مساعد نه وي.

د دغه ډول جګړو تاریخ ډیر لرغونی دی. د افغانستان پیژندل شوی سیاستوال او د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علی احمد جلالي لیکي:

«تر میلاده مخکې په دریمه پیړۍ کې رومیانو د کارتاژ  قواوو د ستومانه کولو او ځپلو په موښه له دې ډول جګړو ډیره ګټه پورته کړهد.  پونیک په جګړو کې رومې جنرال (فایبوس ماکسیموس) د کارتاژ له  مشر (هانیبال) سره د مخامخ جګړو ډډه وکړه او د خرپ او ترپ په جګړو يې د کارتاژ پوځ دومره کمزوری کړ چې په پای کې د هغوی د ماتې سبب وګرځیده.»

له هغه وخته را وروسته د نړۍ په بیلا بیلو ولسونو کې له زورور غلیم سره د مقابلې لپاره له دغه ډول جګړو څخه په لویه پیمانه ګټه پورته شوې ده.

د امریکا د ازادۍ په جګړو کې ( فرانسیس ماریون, اندریو پیکینز او تامس سمتر ) په چریکي یا ګرولايي اصولو جګړې کولي او د دوی دغه جګړې ډېرې اغېزناکې وې.

په همدې توګه په 1870 او 1871 زیږدیزو کلونو کې فرانسویانو د خرپ او ترپ جګړو په واسطه جرمنیانو ته ډیر زیانونه ورسول.

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د عربستان ټاپووزمه د چریکې جګړو ستر ډګر ګرځیدلی و. هلته د (فیصل الحسین او لارنس) په مشرۍ د عربو بیلابیلو ډلو د عثماني ترکیې له سترو او منظمو پوځونو سره کلکې جګړې وکړې.

افغانانو هم د تاریخ په اوږدو کې له دې ډول جګړو تل ګټه پورته کړې ده. د سکندر، مغلو، تیموریانو، انګریزانو او روسانو په مقابل کې يې له دې ډول جګړو څوک سترګې نه شي پټولای.

یو وخت ممکن چریکي یا د خرپ او ترپ جګړې  په منظمو جګړو بدل او بیا د هغې له لارې سیاسي قدرت تر لاسه شي.

 د چین د ( ماتسه تونګ ) ګرولايي جګړې يې لویه بېلګه ده. د امریکا د لويې وچې انقلابي ( جیګوارا ) يې هم غوره بېلګه ده.

زموږ ستر بابا خوشحال خان به هم له دغه ډول جګړو ډیره ګټه پورته کوله. د دغه ډول جګړو اغیز په هغه صورت کی ډیر وي چې پر پراخو سیمو او په دوامداره توګه او د سیمې خلکو څخه په استفادې پر مخ یووړل شي،  چې له بده مرغه د خوشحال خان په وخت کی دغه اصل ته ډیره پاملرنه ونه شوه.

خوشحال خان به ویل:

چی مین په وسله نه وي

              مرد دې نه وايي خپل ځان ته

لاس دې سره کا، سترګې تورې

              ځان دې وجوړوي ځوان ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب