یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطرزي بنسټ؛ داعش به په نورو ولایتونو کې سر راپورته کړي

طرزي بنسټ؛ داعش به په نورو ولایتونو کې سر راپورته کړي

تاند (یکشنبه، د جوزا۱۸) یو افغان تحقیقاتي بنسټ، چې په افغانستان کې یې د داعش په اړه څېړنې کړي، خبرداری ورکوي چې دا ډله به ژر د افغانستان په نورو برخو کې سر راپوروته کړي.

د طرزي څېړنیز بنسټ په دې راپور کې، چې پرون خپور شو، ویل شوي، په ننګرهار کې د افغان او نړیوالو ځواکونو ګډو عملیاتو، د اکمالاتي لارو بندېدو او د طالبانو دښمنۍ دا ډله له ماتې سره مخامخ کړه.

راپور کاږي، د دې ډلې اکثریت مشران او جنګیالي د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا یا وژل شوي او یا نیول شوي دي، خو منځپوړه قومندانانو یې کونړ، نورستان او د ډیورنډ تر پولې پورې خوا اورکزیو ته تاکتیکي شاتګ کړی دی.

خو په راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې د داعش ډلې دا قوماندانان به په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په یوه بله برخه کې په نوې بڼه سر راپورته کړي.

دا راپور پرون (شنبه) په کابل کې د دولت په چارو کې د سولې د وزارت، د تحقیقاتي مرکزونو، مدني ټولنو، علمي مرکزونو، بشري حقونو مدافعانو، د سولې فعالانو او یو شمېر نورو اورګانونو د غړیو د استازیو په ګډن خپور شو.

دا راپور چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې د داعش له زنداني جنګیالیو، محلي پاڅونوالو، قومي مشرانو، ځايي خلکو، ژورنالستانو او ولایتي چارواکو سره د فردي مرکو پر اساس جوړ شوی، چمتو کوونکیو یې د داعش د مرکز پر ټاکلو، د دوی په مالي سرچینو، قوماندې، رهبري، د جنګیالیو د استخدام پر لارو چارو، ولسي تلفاتو او د دې ډلې د راتلونکي په اړه بحث کړی دی.

صلاح دین درویش، چې دا راپور یې جوړ او وړاندې کړ، وایي “په ننګرهار کې د داعش د تعرضي او جبهه‌یي جګړې ظرفیت ختم شوی، خو په لویو ښارونو کې عملیاتي او استخباراتي مرکزونه موجود دي، چې کله نا کله خونړي بریدونه ترسره کوي.”

په دې ناسته کې “داعش: د افغان سولې پروسه کې ورانکاره ډله” تر عنوان لاندې پینل جوړ شوی و، چې د طرزي تحقیقاتي بنسټ محقق داود محمدي، د سولې چارو متخصص مشتاق رحیم او صلاح دین درویش پکې ګډون وکړ.

مشتاق رحیم داعش د نورو کورني، سیمه‌ییزه او نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ،  داعش د افغان سولې پروسې د سبوتاژ کولو ورانکاره ډله وبلله او د افغان دولت، طالب مشرانو، او نړیوالې ټولنې څخه، د ورانکاره ډلو لخوا د سولې پروسې د سبوتاژ کولو مخنیوي لپاره د ګډې همکارۍ او مبارزې غوښتنه وکړه.

مشتاق رحیم د یو سوال پر ځواب کې وویل چې “په بین الافغاني خبرو کې ځنډ، نورو ورانکارو ډلو ته فرصت ورکوي چې دا پروسه له خنډ او ځنډ سره مخه کړي.”

هغه زیاته کړه چې د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره، د طالبانو د سیاسي او نظامي مشرانو ترمنځ یووالي او همغږي اړینه ده، که داسې ونشي د تړون پلي کول به له خنډونو سره مخ شي.

صلاح دین درویش اندیښنه وښوده “چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې تر تړون وروسته به د طالبانو ځینې جنګیالي او مشران چې په سوله کې زیان ویني، د داعش لیکو کې جذب شي.” ښاغلی درویش زیاته کړه چې د تلپاتې سولې لپاره، په هیواد کې د افراطیت پر ضد نوی تګلارې ته اړتیا لیدل کیږي.

1 COMMENT

  1. داعش د امریکا، برتانیی او پاکستان او سعودی مشترکه پروژه ده ترڅو دلته افغان ولس او لدی وروسته ایران، چین او روسیه ورباندی تر برید لاندی ونیسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب