جمعه, مې 17, 2024
Home+د «ځوان زخمي پاچا» شهرت او حقیقت| عصمت الله صالح‎

د «ځوان زخمي پاچا» شهرت او حقیقت| عصمت الله صالح‎

تقریباً یو کال کېږي چې خورا لږه مطالعه کوم، ځکه یو خو کارونه او مسوولیتونه وي چې که پام ورته ونه شي، ژوند پاتې کېږي او بل دا څه موده مې تُبیات هم منېکه چندانې راست وي، او د لوستلو پر مهال چې موډ سم نه وي، مطالعه د وخت له ضایع پرته بل څه نشي راکولی.

پرون مازدیګر اکسوس کتابپلورنځي ته ولاړم؛ داسې په کتابونو وګرځېدم، له ځینو ملګرو سره مې د ژباړې پر اوسني چټک بهیر (سرعت او کیفیت) څه ناڅه ټوکې وکړې، ورپسې د ناولونو برخې ته ورغلم، «ځوان زخمي پاچا» مې را واخیست.

کتاب مې راوړ، ماښام کوټې ته راغلم؛ تر دوولسو بجو مې ځینې کارونه وکړل، بیا مې د ناول مطالعه شروع کړه، تقریباً څه باندې څلور بجې وې چې دا ۲۶۰ صفحه‌ییز کتاب مې تر پایه ولوست. [خو وروستیو جملو یې تُبیات سخت را ګډ وډ کړ]

د دې ناول په اړه ما د ډېرو ډېر نظریات مثبت لوستي او اورېدلي وو، مثلاً ځینو به ویل چې ښه مینه پکې ده؛ ځینو به د ناول پر توکو غږېدلي وو؛ د دې ناول په اړه مې ډېر نظریات داسې هم ولوستل چې کیسه یې له مطلقه خیالي ګڼله، خلاصه دا ناول ډېر مشهور دی.

خیر په هر صورت، مګر زه بیا په «ځوان زخمي پاچا» کې د لیکوال چالاکۍ ته ګوته پر غاښ شوم، او همدا علت شو چې په یوه ساه یې راباندې ولوست. اوس د ناول پر نورو اړخونو نه غږېږم، او نه ځان راته د ښو او خرابو فعال بېلوونکی ښکاري، یوازې پر دې یوه ټکي (د لیکوال چالاکي) لږ څه درته لیکم.

لیکوالي یو ډېر خوندور هنر دی، خوندور ځکه ورته وایو چې پر بېلابېلو مسایلو او پېښو څرخي، چې دا رنګارنګي ژوند جالب کوي او خوند پکې پیدا کوي، ځکه هر فعالیت چې مکرراً تکرار شي، طبعي ده چې انسان ورسره خسته کېږي، مانا جسماً او روحاً ستړیا احساسوي.

همداراز په لیکوالۍ کې د یوه بل خوند خبره هم کېږي، چې هغه دوکه ورکول دي، البته دا یوازې د ادبیاتو په هنري اړخ کې جواز لري. د «ځوان زخمي پاچا» لیکوال ښاغلي عبدالهادي، لوستونکي کټ مټ همداسې تېر ایستلي، دوکه کول په دې مانا نه چې [خدای مه کړه] احمدزي ښه ناول نه دی لیکلی، [که ښه نه وای، دومره به مشهور نه و]، بلکې زه دلته عموماً د لیکوالۍ پر هغه ټکي خبره کوم چې ښايي تر دې دمه د کم سلنه پام ور اوښتی وي.

تاسو که دا ناول لوستی وي او د پېښو تسلسل ته یې ځیر شوي یاست، یو ډول کومیک او تراژیک ته ورته څه به مو پکې موندلي وي، مانا کله چې «د ځوان زخمي پاچا» یوه برخه خلاصه شي، لوستونکی لومړی پر پېښه څه ناڅه خواشینی شي او بیا بېرته په کړس کړس وخاندي.

د دې ناول د هرې پېښې له لوستلو وروسته دا په کړس کړس خندا څو ماناوې لري، او دا ماناوې یې پخپله لوستونکي دي، مثلاً که «ځوان زخمي پاچا» داسې یو لوستونکی لولي چې ډېر او بېلابېل کتابونه یې نه وي لوستي، نو پر دې کرښو له څو شېبه‌ییز خپګانه وروسته ملنډې وهي، یانې مطلق یې خیالي ګڼي، ځکه ورته خاندي، خو که لوستونکی پراخه هنري او د ژوند مطالعه ولري، نو هغه بیا د «ځوان زخمي پاچا» (ناول) د هر سېکشن له بدلېدو وروسته په دې خاطر نه خاندي چې ګواکې عبدالهادي دروغ لیکلي، بلکې هغه د لیکوال هنر ته له ډېرې حیرانتیا خاندي، او د لیکوال پر هغه هنر یې سر خلاصېږي چې لوستونکي دوکه کوي.

موږ که له دې او ځینو ګوت‌په‌شمار ناولونو پرته زموږ د هنري ادبیاتو نور اړخونه هر څومره ژَور وڅېړوو، نو د لیکوال دغه احساس (چل ول) ته به پکې نه ځیر کېږو، ځکه چې زموږ په هنري ادبیاتو کې د تېرایستلو او دوکه کولو د مهارت کچ خورا ټیټ دی، خو په نړۍ ادبیاتو کې یې بیا ښه مثال پرېمانه سېمبولیک داستاني آثار دي.

بله دا چې ادبیات هغه څه نه راته وايي چې ضرور به پېښ شوي او یا به حتماً پېښېږي، بلکې دلته خبره د پېښو د ډېر احتمال ده او همدا احتمال دی چې پر وړاندې یې زموږ چلند وار له مخه ورسره ناانصافي غوندې شي. دا ستونزه زموږ په ادبیاتو کې د دوو دلایلو پر اساس عامه ده، چې یو زموږ د ادیبانو یواړخیزه مطالعه ده او بل د خپلې ټولنې د ګاندې په اړه د تصور نشتون دی.

چې خبره اوږده نشي، په دې به یې راټوله کړو چې د «ځوان زخمي پاچا» ناول غوندې – چې د ژوند بېخي جالب او نوي مسایل پکې مطرح شوي؛ جالبو پېښو ته پکې اشاره شوې او تقریباً په یوه نوي سبک لیکل شوی – که نور ناولونه هم ولیکل شي، شخصاً زه یې ځکه ګټور بولم چې زموږ هنري ادبیات به [هغه د چا په خبره] له ځمکې آسمان ته پورته کړي او ایله به د ادبیاتو پر خوند پوه شو. ښاغلی احمدزی عبدالهادي دې خیر یوسي د نورو پنځونو او نوښتونو هیله ترې کوو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب