ورک دې شي ایـران لـه غـملـړلـو تـومـنـو سره
ژوند مې په کې تیرکړ دم د یو جوړه جامو سره
(؟)
هـم مې ډوب کانـدې اوبــو کې
هــم مــې وسـېـځي پـه اور کې
بـیـا هـم وايـي چـې یــو ورونه
ورو گـلـوي خو دې وي داسې؟
د ورورۍ لافې کړې ډېر، ډېر
ورو گلوي خو دې وي دغسې؟
(آصف بهاند)
موږ چې کوچنیان و، ډېر ځلې به مو دا خبره له مشرانو اورېدله چې د دوعا په دود به یې ویل:
خدای مو له اور او اوبو څخه وساته!
خو اوس زموږ پر هېوادوالو داسې حال راغلی دی چې له تندې مري، خو په ابو کې وژل کېـږي
له سړو رېـږدي، خو په اور کې کبابېږي او…
په دې ورځو کې د ظاهراً همژبي، همکلتوره، همدینه او هم… غربي گاونډي د ظلمونو په اور کې زموږ یو شمیېر هېوادوال لولپه کړای شول، هغه چې نیمسوي پاتې وو، د اسلامي اُخوت؟ له مخې یې لاسوه د روغتون پر کټونو ورته ولچک کړل.
زموږ په هېواد افغانستان کې د رنگارنگ بادونو (سره، شنه، سپین، تور) په را الوتلو سره زموږ ځاله دړې وړې شوه او زموږ هېواد وال له خپلې ځالې نه لرې او نږدې ملکونو ته نه د هوس له پاره، بلکې د ډېر مجبوریت په خاطر مهاجر شول. په گاونډیو هېوادونو کې ځکه د افغان مهاجرو شمېر ډېر دی چې د لرې تگ له پاره به یې لاس تش او پښې گوډې وې او نږدې گاونډ هېوادونو کې یې د شرافتمندانه ژوند تېرولو په پار هر ډول فزیکي کار ته اوږه ورکړه، څو خپل عادې « وخوره، مه مره» ژوند تېر کړي.
ایران او پاکستان هر کله دا بار د افغانانو پر اوږو وراچوي چې مهاجرو ته يې پناه ورکړې ده؛ خو په مقابل کې هیڅکله دا نه یادوي چې دوی د دې مهاجرو له وجود نه څومره ګټې اخیستې دي.
دې مهاجرو د دوی د وطن په آبادۍ کې څومره خولې تویې کړې دي، دا هم نه یادوي چې دا مهاجر جبراً هلته استوګن شوي دي، نه د هوس په خاطر، په دې هم خبر نه دي چې دا مهاجر له هغې ټولنې، د هغوی له پولیسو او حکامو نه ښه زړه لري که بد.
د دې غمیزې داستان څومره چې غواړې اوږدېدای شي، خو لږ که په لنډه یادونه وکړو داسې به وي چې په دې دواړو هېوادونو کې یې نه په وچه کې ارام ته پرېـږدي او نه… یو ځل یې په ابو ننباسي ، بیا لمبې پرې بلوي او که یې لاس بر شي بیا د همدې ډوبو کړای شوو او کباب کړای شوو بدنونه او مړي هم پر افغانانو خرڅوي او…
د افغانانو د دې غمیزې داستان نه تمامېدونکې خواشینۍ ته ورته دی. د دغو سختیو او بد بختیو یو جگ غږ او جګې چیغې ته پام وکړئ. د شعر دې نمونې ته وګورئ چې یو افغان مهاجر د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په خاطر څه ورځې تیروي او څه ستونزې ګالې. دا شعر او پر شعر باندې یوه لنډه تبصره ما په خپله یوه سفرنامه (لاروکي لارویان) کې ثبت او خپره کړې وه، دلته یې د ایرانیانو د دوو ورستیو ظلمونو (په ابو کې ډوبول او په اور سره سېځل) په پار یو ځل بیا له نوې کتنې سره خپروم.
شاعر د خپل دردیدلي ژوند او دردیدلي زړه غوټې پرانیزي. د شعر شاعر ما ته نه دی ما لوم، هر څوک چې وي، د ایران د نارواوو، مزدوریو او غمونو ښه انځور يې کړی دی، او خوږ غږي سندرغاړي فیروز کندوزي په خپل خواږه غږ کې ډیر ښه زمزمه کړی دی.
دا شعرښاغلي کندوزي په دوه ډوله زمزمه کړی دی. لومړی په آزاده فضا کې له یوې دمبورې او یوه ضرب (زیر بغلي) سره، دویم يې له رباب او تبلې سره په کومه ستدیو کې. شعر کیدای شي ډیر اوږود وي.
په لومړنۍ ثبت شوې برخه کې شعر یو بند اوږد دی، خو زه يې په دا وروستي بند سم پوه نه شوم، ځکه مې له دویمې سندرې نه دا شعر ثبت کړی دی:
ورک دې شي ایران
ورک دې شي ایران له غم لړلو تومنو سره ژوند مې په کې تیرکړ دم د یو جوړه جامو سره
ورک دې شي ایران، په ایران کې مې زړه تنګ دی
هر شرکت ته لاړ شم، په نصیب کې مې کــلنګ دی
پوه په ګناه نه یـم، د مهندس را ســره جــنګ دی
میـاشت مې پـوره نه وي، بیا روان شم بسترو ســره
ورک دې شي ایران له غم لړلو تومنو سره ژوند مې په کې تیرکړدم د یوجوړه جاموسره
ورک دې شي ایـران، کار یې ټـول په غم لــړلی دی
هر ځوان ته چې ګورې، په ژوندینې د ګور مړی دي
حال پوښتنه ی مــه کړه، د مــزله ګردو وهلی دی
څوک لارو کې مړه شول، څوک سودا کوي ګوروسره
ورک دې شي ایران له غم لړلو تومنو سره ژوند مې په کې تیرکړ دم د یوجوړه جاموسره