پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهدي هیل: طالبانو پخوا له افغان حکومت سره سوله کوله خو پاکستان...

دي هیل: طالبانو پخوا له افغان حکومت سره سوله کوله خو پاکستان او امریکا پرېنښودل

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: دي هیل ورځپاڼې ادعا کړې ده چې طالبانو ډېر پخوا له افغان دولت سره مذاکرات کول غوښتل خو پاکستان او امریکا د دې کار اجازه نه ورکوله.
ورځپاڼې د افغانستان د وضعیت په اړه خپله مقاله کې ویلي، امریکا باید اوس واقعیتونه ومني او د افغانستان اوږده جګړه پای ته ورسوي.

ورځپاڼې د ټرمپ اداره ملامته کړې ده چې په ټیټ سر له افغانستان څخه وځي، په داسې حال کې چې د ورځپاڼې په باور ټرمپ باید طالبانو ته ثابته کړې وای چې هیڅکله ورسره یوې بدې معاملې ته حاضر نه دی.

ورځپاڼه وایي، ټرمپ د افغانستان سولې ته تر دې څو چنده ښه فرصت برابرولای شو.
ورځپاڼه وایي، طالبان ډېر پخوا سولې ته حاضر وو او که هغع وخت ورسره خبرې شوې وای نن به دغه ډله د جګړې له لارې د ځان بریالي کولو په نشه کې نه وه.

ورځپاڼې همداراز د ملا برادر په تړاو ویلي چې کلونه وړاندې یې د افغان دولت له پټو چینلونو سره د سولې هڅه وکړه خو امریکا او طالبانو په ګډه هغه ونیو او ثابته یې کړه چې دا دواړه هېوادونه سوله نه غواړي او نه هم غواړي چې افغان جګړه پای ته ورسېږي.

7 COMMENTS

  1. دی هیل ورځپانی وروسته له ډیره ځنډه دا حقیقی ادعا ً طالبانو غوښتل چی د افغان دولت سره مذاکرات وکړی اما امریکا او پاکستان طالبانو ته د مذاکراتو اجازه نه ورکوله ٍ د امریکا سیاسیونو د طالبانو فریبی نسکوریدو شعار لاندی ئي افغان ملت باندی په غوړو او چربو درواغو وعدو سره یرغل وکړ ، دا چی مداری کرزای سربیره د سی آي اي جاسوسی حلقی کښي د جارج بوش د ویسکو خاص نږدی ملګرۍ هم وو نو هغه وخت چیغی پورته شوی چی د جارج بوش حمله د فریبی عمل دی اما داکثرو منورو ؟افغانانو دا چټل تحلیل وو چی د افغانستان ملت به د امریکا په ډالرو ډیر ژر په خپلو پښو ودریږی اما ددی منورینو؟ دا چیغی د جارج بوش په ګټه تمامی کړی او کله چی اشرف غنی دمداری کرزای ځای باندی کینول شو نو تحریری د هغه سره تماس ونیول شو چی د طالبانو سره صلحه ممکنه ده او ددی مثبتی نتیجی امکان موجود دی اما ددرواغو چیغو وهوونکۍ او د سی آي اي جاسوس اشرف غنی پدی برخه کښي غوږونه کاڼه کړل او عکس العمل ئي ښکاره نکړ!

    اوسنۍ د صلحی ډرامه د بل مردود پلان لپاره د جاسوس خلیلزاد ( د ۱۹۸۰ کال راپدی خوا رسمآ د سی آي اي او بوش له خوا پاکستان کښی مسلسل مشغولیت شروع کړ ) په وسیله به عملی کیږی او دا مردوده ددرواغو صلحی سره به ملت نور هم تباه شی او د افغانستان اسقلال او ازادی به بیا په تام شکل سره له مینځه تلوونکی وی او ددی طرفدار خائنین ربانی خیلان ، ګلبدینیان ، سیافیان ، دوستمیان ، احدی یان ، ستمیان او کمونستان هم دی ( د ‍‍ډالرو په زور ) !!!!

  2. که رښتیا هم بد بختي ظالمان د واقعي صلحی او خبرو اترو طرفدار وي نو اوس هم لا وخت شته د رنجیت سنگھ د اولاد د غلامۍ نه باید ځانونه خلاص کړي او د خپلو اصیلو ورونړو سره باید تفاهم وکړي او دا د تورلنګو پنجابیانو او شیعه صفویانو د غلامۍ څخه ځانونه خلاص کړي او دالله تعالی رضا حاصله کړي. د روڼ صباؤن په لور

  3. په اوسني افغانستان کښې د سولې راتګ یو خوب او خیال دی. افغانستان اوس یوه لا علاجه ناروغه ټولنه ده او یواځې یوه معجزه کولای شي هغه له دې نري رنځه وژغوري او ورغوي او بس. هغه معجزه هغه وخت راځي چې اوسني دخیل هیوادونه له پښو وغورځي او هغوی ټول د ځان په غم کښې شي او افغانان د وروروژنې څخه نور کرکه وکړي او د پردیو د غلامۍ څخه ستومانه شي. د هغې ډېرې لرې او له امکانه لرې ورځې په هیله.

  4. پاکستان د شیطان کور دی خدای دی وران کړي
    سوچ کافر دی خو پېښې د مسلمان کړي
    د پنجاب اسلام ته کفر خجالت شي
    د اسلام په نوم شیطان ځان ته حیران کړي

  5. هغه سوله چه طالیب یی غواړی او هغه سوله چه افغانان یی غواړی تفاوت لری۰
    مخترم داکتر غروال صاخب دا به څنګه سوله وی چه افغانستان د پاکستان پنځمه سوبه شی۰
    غروال صاحب همدا اشرف غنی دی چه د خلیل زاد د دسیسو په مقابل کښی ولاړ دی۰
    طالیبان د پنجاب تر تاثیر لاندی دی ازادانه عمل نه شی کولای۰
    د وطن داخلی خاینین د اشرف غنی ستونزی زیاتوی۰تر هغه چه پښتانه د پاکستان په مقابل کښی لاس په کار نه شی او پاکستان مات نه کړی بله نسخه نه چلیږی۰
    ملګری ملتو مزدوره موسسه او جامعه جهانی پوهیږی چه ۵۰ کاله افغانان د پاکستان له
    لاسه وژل کیږی مګر پدی هکله هیڅ اقدام نه کوی پښتانه باید وسله راواخلی۰
    زه د مشال خان تکر لاره معقوله بولم۰رازمحمد کامه وال مننه
    رازمحمد کامه وال

  6. محترم رازمحمد کامه وال ته سلام ، د افغانانو ځلانده تاریخ کښي پنجابی پاکستان یوازی د پټان نام او لیدو څخه به په لړزا راتلل اما د ملت صادقانه جهاد کښي امریکا او انګلیس داسی مضر تنظیمونه او مضر طالبان د پاکستان جاسوسی دستګاه او د خلیلزاد تر رهبری لاندی د خپلو راتلوونکیو شومو پلانو لپاره تربیه کړ او همدارنګه د ایران اخوند فاشست رژیم مضر ګروپونه ( چی دا ټول اوس د وحدت تر نام لاندی یادیږی ) د خپل شومو پلانو لپاره وروزل نو دا تعجب ځای ندی چی هم پنجابی پاکستان او هم ایران افغان ملت ته نه یوازی په تحقیرو سترګو ګوری بلکه د افغان ملت په سرنوشت کښي مستقیمآ مداخلی کوی حتی د تاسی محترم سره هم دا ترس پیدا شوۍ دی چی پنجابی پاکستان د مردودو تربیه شوو تنظیمونو او طالبانو په وسیله داسی افغانستان غواړی لکه د پنجابی پاکستان پنځمه سوبه ، امریکا د شوریانو په شان خاص اشخاص هم تربیه کړی دی چی په هغی ډله کښي دوکتور اشرف غنی هم شامل دی ، نوموړۍ د فریبی لپاره چیغی وهی او اظهار کوی چی د ملت په رائیو معاملو ته حاضر ندی اما دا دوهم ځل دی چی د بادار اطاعت ته حاضر شو ، دده شاوخوا ټول فاسد او ضدی ملی کسان راټول شوی دی او نوموړۍ نه غواړی او نه ددی توان لری چی د ملت خائينینو څخه ځان جدا کړی حتی یو بی سواده کمونست قاتل دوستم ته د مارشالی لقب ورکولو څخه هم دریغ نه کوی !!!
    محترمه ، لکه ملی جهاد د بی سواده غیرتی ملت دونیا په هیجان راوسته همداسی باید منورین په سیاست کولو کښي خپل مهارت څرګند کړۍ شی او ځانونه د ارتجاعی حالت څخه راوباسی !! وینی ډیری توئي شوی دی او اوس هم جریان لری نور باید بس شی او منورین د ملت درد په خاطر او د خپلی خاوری سره د مینی درلودلو په خاطر نه باید دڅاخی په شان کله یوی خواته او کله بلی خوا څرخکی وکړی او دا مرتجع حالت باید تر کومه دوام ولری ؟؟؟

    په عجله کښي نوشته شو د اشتباهیو معذورت غواړم !

  7. ټول نړی پدی پوه شوی چی دا ۱۰۰ کلن جنګ انګریزانو په پټه کی را سره شروع کړی ترڅو دا پښتون قوم یو ډول نه یو ډول تر فشار لاندی وساتی او دا پښتانه داسی حالاتو ته ورسیږی چی بیرته انګریزانو ته احتیاج شی چی همداسی وشو.
    مخکی د پنجاب حکومت نشو کولای چی په ښکته پښتنو باندی خپل ټول قانون ومنی مګر تیر جنګی ډلو ټپلو په وسیله هلته په ټول پښتون خوا کی سر سړی ووژل او هم یی په افغانستان کی د سر سړی او خبرو او مرکو خلک را څخه په یوه او بله بهانه ترور او ووژل ځکه په هغه وخت کی آسانه ټاپه د کمونیست او خلقی او پرچمی توب چی په هر انجنیر او ډاکټر او کلی په مشر باندی وهل کیدله،
    کله یی چی خپل پښتانه را باندی وډبول بیا یی د کابل ښار په کنډواله بدلولو لپاره هلته ۷ یا ۸ جنګی ډلی ټپلی تربیه او نظامی تجهیزات یی په واک ورکړل ترڅو کابل په کنډواله بدل کړی چی پدی کی د امریکا او برتانیه پوره پوره مالی او نظامی مرسته هم ورسره وو چی پدی خبره کی هیڅ داخلی او نړیوال حقوقی او سیاسی کسان را مخالفت نشی کولی.

    بله دا چی د هغه وخت دولت نظامی جګړه له هماغه ۷ یا ۸ جنګی ډلو ټپلو سره وو نو چی نجیب الله ټول دولتی واک ورته پریښود، او ځان یی بین الملل دفتر کی قرنطین شو نو هیڅ جنګی ډلی ښآغلی ډاکټر نجیب الله ته ضرر ونه رسولو، سره لدی چی د هغه وخت د مخالفین شعار ددی نجیب الله وژل هدف مګر هیڅ یی هم ورته ونه ویل مګر کله چی طالبان راغلل (دا چی طالبان څرنګه جوړ شول او چیرته جوړ شول او مالی او نظامی مرسته ورسره چا کوله ټول ولس او افغان سیاسیون او نړیوال پدی ښه پوهیږی او خبر دی پدی باندی بحث کول پکار نده) همدا ډاکټر نجیب الله یی د بین الملل له دفتر راوویست او آریانا څلور لاری کی یی په دار وځړاوو او دا چی څرنګه ووژل شو ټول رسانی او خارجی او داخلی سیاسیون خبر دی او پوره پوره معلومات لری مګر زیاتره وایی چی پنجاب د ډیورنډ کرښی لاسلیک غوښته مګر امضا یی نکړ،
    مګر کله چی طالبانو د بیاځلی لپاره دا ۱۹ کلن جګړی باندی پیل وکړ نو پاکستان لپاره د ډیورنډ کرښی امضا فرصت برابر شو چی ددی کرښی د اغزن سیم ټول مصارف امریکا او برتانیه ورکړل یعنی موږ داسی ولس یو چی د نورو ګټو لپاره کار کړی ځکه همدا پښتانه یو وخت په هند حکومت او واکمنی چلوله چی زموږ د هغه وخت په کشمیر باندی چی انګریزانو ته پریښوده اوس د هند او پآکستان ورباندی جنجال ده کیدای شی په راتلوونکی امریکا د چین په وړاندی له همدی کشمیره ګټه پورته کړی ځکه اوس کیدای شی امریکا لاړه شی مګر د پاتی کیدو ځای به یی یا کشمیر وی یا هند او چین ترمینځ سرحدی سیمی ځکه سره له اوسه اړیکی او بندیزونه ورباندی شروع کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب