جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: اختر کې ماشومانو ته نغدې پیسې مه ورکوئ کورونا خپروي

روغتیا وزارت: اختر کې ماشومانو ته نغدې پیسې مه ورکوئ کورونا خپروي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: د عامې روغتیا وزارت یو وار بیا له خلکو غوښتي چې د اختر په شپو او ورځو کې د یو او بل کورونو او مېله ځایونو ته له تګ ډډه وکړي.

روغتیايي چارواکو دغه راز له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دې کوچنیانو ته نغدي پيسې نه ور کوي ځکه نغدې پیسې له یوه کسه بل ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، دا چې ماشومان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو، چارو نه پوهېږي نو نغدي پیسې کېدای شي هغوی ته وېروس ور ولېږدوي: ((د نغدې پیسو له لارې کېدای شي وېروس په چټکۍ سره انتقال شي. په اختر کې د عیدي یا د اختر مبارکۍ په نوم پیسې چې مشران یې کشرانو ته ور کوي. همدا پيسې ماشومانو ته د کورونا وېروس د لېږد لامل کېدای شي.))

وحید مجروح وایي، بله لویه ستونزه دا ده چې ماشومان د لویانو په شان د کورونا وېروس مخنیوي په لارو چارو بلد نه دي نو ډېر ژر یې له نوټونو څخه بدن ته وېروس ور داخليږي او په کویډ – ۱۹ ناروغۍ اخته کېدای شي.

د یادونې ده چې په یو شمېر اسلامي هېوادونو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې په اخترونو کې ماشومانو د خپلوانو کورونو ته ورځي او مشران د اختر مبارکۍ په نوم هغوی ته نغدې پیسې، وچه یا لنده مېوه ور کوي، خو اوس چې کورونا وبا نژدې په ټوله نړۍ کې خپره ده، روغتیاپالان وايي، د مخنیوي یوه لاره یې د ټولنیز واټن ساتل دي‎.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب