جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف لنډه پېژندنه

د قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف لنډه پېژندنه

قیام الدین کشاف په ۱۹۰۲ م کال د لغمان په الینګار ولسوالي کې زېږېدلی. لومړنۍ دیني زده کړې یې د خپلې سیمې له دیني عالمانو وکړې، په ۱۹۶۷ د کابل له عربي دارالعلوم څخه فارغ شو.

ده څو کاله په پروان او فاریاب ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور د ريیس په توګه کار کړی. یوه موده د پیام حق مجلې، چې په افغانستان کې د دیني علومو ځانګړې مجله وه، مسوول مدیر پاتې شوی.

ده همداراز د افغانستان په راډیو کې دیني خپرونې وړاندې کړي.

د ۱۹۷۸ په جون (۱۳۵۷ سرطان) کې د خلق رژیم له لوري ونیول شو. د هماغه کال په دسمبر کې له پلچرخي خلاص  او پېښور ته مهاجر شو.

کشاف په پېښور کې د استوګنې په موده کې د مودودي تفهیم القرآن تفسیر وژباړه.

ده همداراز یو شمېر نور کتابونه لیکلي یا تالیف کړي چې ځینې یې دا دي:

اسلام او اقتصادي وده، خوږې کیسې، جهاد ته د ابوالعلا مودودي بلنه (ژباړه)، څلور اساسي اصول، د د مجاهدینو د ښوونځیو د لومړي او دوهم ټولګیو لپاره درسي کتابونه.

د قضاوتپوه مولوي قیام الدین کشاف لنډه پېژندنه

1 COMMENT

  1. انا لله و انا الیه راجعون.
    خدای تعالی دې مولوي کشاف صیب وبخښي. بختور و چې په آخره روژه او د اختر په شپه له دې فاني دنیا لاړ.
    باز ماندګانو ته ېېد زړه صبر او پخپله هغه ته جنت فردوس غواړو.
    یوه کوچنۍ یادونه د دې خبر لیکونکي ته: د مرحوم د زیږیدنې نیټه مو ۱۹۰۲ م لیکلې چې په دې حساب ارواښاد ۱۱۸ کلن و؟
    فکر نه کوم چې لا ۱۰۰ ته به هم نه و رسیدلی؟
    والله اعلم بالصواب.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب