جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد هېواد ستر دیني عالم قیام الدین کشاف ومړ

د هېواد ستر دیني عالم قیام الدین کشاف ومړ

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: د هېواد د علماو سراسري شورا رئیس شیخ القران والحدیث مولوي قيام الدين کشاف د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

د علماو شورا غړي عطاالله لودین د نوموړي مړینه تایید کړې او ویلي یې دي چې قیام الدین کشاف نن سهار مهال له ورپېښې ناروغۍ ساه ورکړې ده.

د ولسمشر سلاکار او د پارلماني چارو وزیر ضیاالحق امرخېل هم ویلي چې د هیواد جید عالم مولنا قیام الدین کشاف د ژوند پور پرې کړ او ابدیت سره پیوست شوی دی: ((عالمان نه مري، د ده یاد به تر ډیره ژوندی او دعاو کې به شامل وي.))

قیام الدین کشاف د تفسیر اریانا لیکوال او د سترې محکمې په چوکاټ کې د اداري رییس او قضاوتپوه پر علمي رتبه پاتې شوی دی.

څه موده وړاندې یې یو زوی د وسله والو طالبانو لخوا ترور کړای شو.

د هېواد ستر دیني عالم قیام الدین کشاف ومړ

2 COMMENTS

  1. الله دی جنتونه ورته نصیب کري. الله دی د کشاف صاحب کورنی ته جمیل صبر ورکري. د کشاف صاحب کمی به همیشه دافغانانو په ناستو و ولارو او ددوی تر منیح محسوس وي. الله دی پری ورحمیزي

  2. یا الله ته هغه مسلمانانو ته جنت ور نصیب کی چی صرف ستا دی رضا لپاره او خپل وطن لپاره ژوند صرف کری ویی هغه چا چی افغانستان ته خیانت او دی افغان مظلوم ولس دی د خپل شخصی مقاصدو مقام او زور او زرو آوار آزار کری ته تر پوشتنه وکری او دی مظلوم ملت حساب ترینه واخلی امین یا رب العالمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب