جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د طالبانو خوشې کولو لړۍ به چټکه کړو

ولسمشر غني: د طالبانو خوشې کولو لړۍ به چټکه کړو

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴ مه: ولسمشر محمد اشرف غني د اختر په مناسبت ملت ته وینا کې اعلان وکړ چې د طالبانو د بندیانو خوشې کولو پروسه به چټکه کړي.

ولسمشر د طالبانو له لورې د اوربند کولو هرکلی هم وکړ او ترڅنګ یې پر طالبانو غږ وکړ چې مذاکراتو ته ورسره داخل شي.
ښاغلي غني وویل، طالبانو بندیان به ژر خوشي کړي خو ترڅنګ یې له طالبانو وغوښتل چې د حکومت اړوند بندیان هم راخوشې کړي.

د کوچني اختر مبارکۍ په مناسبت د ولسمشر غني د نننۍ وینا پرمهال له هغه سره ډیرو هغو سیاستوالو هم ګډون درلود چې پخوا ترې مرور وو.

خو بل پلو بیا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دې مراسمو کې ګډون نه درلود او یوه جلا وینا او د اختر د لمانځه مراسم یې درلودل.

په نننۍ وینا کې ښاغلي غني خپلو امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې دفاعي حالت کې اوسي او د هیوادوالو امنیت ټینګ کړي.

ولسمشر ددې ترڅنګ د افغانستان له اړخه د سولې بین الافغاني خبرو ته چمتووالی وښود او ویې ویل چې طالبان دې هم چمتو شي، څو ژر بین الافغاني خبرې پیل او بریالۍ کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب