جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهناټو: ټول لوري باید د اوربند له فرصته د افغانانو د ګټو...

ناټو: ټول لوري باید د اوربند له فرصته د افغانانو د ګټو لپاره کار واخلي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴مه: د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د طالبانو او افغان حکومت لخوا د متقابل درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کړی دی.

ښاغلي سټولټنبرګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دی د افغان حکومت او طالبانو لخوا د درې ورځې جګړې بندولو د پرېکړې هرکلی کوي.

سټولټنبرګ زیاته کړې اوس ټولو لوریو ته پکار ده چې له دې فرصت څخه د افغانانو د ګټو د خوندیتوب لپاره استفاده وکړي.

سټولټنبرګ دغه راز یو وار بیا د افغانستان د دایمي ثبات په لاره کې د ناټو د مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو په یوه اعلامیه کې درې ورځې اوربند اعلان کړ او زیاته یې کړه تر څو پر دوی برید ونه شي، طالبان به اجازه ونه لري چې پر افغان ځواکونو برید وکړي.

له دې سمدستي وروسته ولسمشر غني هم د اوربند هرکلی وکړ او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ چې سمدستي دې پر طالبانو د دریو ورځو لپاره پيل کړي یرغلیز عملیات ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب