جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهوحید قتالي: د هرات ۶۰ سلنه کورونو کې د کورونا ناروغان شته

وحید قتالي: د هرات ۶۰ سلنه کورونو کې د کورونا ناروغان شته

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴مه: د هرات والي وحید قتالي وايي، د دغه ولایت په شپېته سلنه کورونو کې د کورونا ناروغان وجود لري.

سید وحید قتالي کورونا ویروس په ټولنه کې په بېساري ډول تیت شوی دی او خبرداری یې ورکړی چې نن د اختر په ورځ دې خلک د یو او بل کورونو ته له تګ راتګ ډډه وکړي.

وحید قتالي وایي، د اختر په دریو ورځو کې به په ښار کې پوره هڅه وشي چې د خلکو ګڼه ګوڼه باندې بندیز په سختۍ سره پلی شي: (( د کورونا پر وړاندې بې غوري به ډېرې بدې پایلې ولري.))

  هرات کې دا مهال د رسمي شمېرو له مخې د کورونا ناروغان ۱۶۱۱ ته رسېدلې دي، ۳۴ تنه ترې مړه دي او ۲۰۳ نور روغ شوي دي.

 د دې وېره شته چې د اختر په ورځو کې د روغتیايي اصولو نه مراعات له کبله به د کورونا مثبتې پېښې په بې ساري ډول زیاتې شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب