جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د اوربند هرکلی کوم، دواړه لوري باید د خلکو په ګټه...

خلیلزاد: د اوربند هرکلی کوم، دواړه لوري باید د خلکو په ګټه پرېکړو ته دوام ورکړي

تاند، یکشنبه، د جوزا ۴مه: افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو لخوا او د اختریز اوربند او د افغان حکومت لخوا د متقابل اعلان هرکلی کړی دی.

خلیلزاد په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې روژه اغېزمنه کړه او د تاوتریخوالي دوام ورسره افغانانو ته ځانګړی کړاو هم درلود.

نوموړی وايي، که څه هم د کرونا ضد مبارزه او تاوتریخوالي راکمولو په برخه کې لا هم سختې ننګونې پاتې دي، خو په وینا یې که د ټولو خواو مشران سمې پرېکړې وکړي او د خپلو خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي پر دغو دواړو برخو کې به برلاسی ترلاسه کړي: (( دا پرمختګ د سولې د بهیر چټکولو فرصت وړاندې کوي، نور مثبت ګامونه باید سملاسي ورپسې واخیستل شي.))

خلیلزاد ټینګار کړی چې د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د دواړو خواو د بندیانو خلاصون، د تاوتریخوالي لوړې کچې ته نه ستنېدو او د بین الافغاني بین الافغاني مذاکراتو د پيل د یوې نوې نېټې د ټاکلو لپاره  هلې ځلې باید وشي، تر څو لاسته راغلی فرصت له لاسه ونه وځي.

خلیلزاد ویلي، امریکا به په دغو ټولو برخو کې د مرستې او همکارۍ لپاره خپل رول ادا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره شپه د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان کړ او په ځواب کې یې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې دوی دې هم بیرته له خپله اړخه د اوربند حالت ته وګرځي او پر طالبانو دې عملیات ودروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب