جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپه اختر کې به د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره...

په اختر کې به د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګرځبندیز لا سخت وي

تاند (یکشنبه، د جوزا۴) په افغانستان کې د اختر په درشل کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ناببره لوړ شو او دې چارې دولت اړ ایستلی چې د اختر په شپو ورځو کې په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې سخت بندیز عملي کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون (شنبه) اعلان وکړ چې تراوسه پورې یې په هیواد کې د ۹۹۹۸ تنو کورونا وایرس ثبت کړی چې له دې منځه د۷۸۲ تنو کورونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مثبت ثابت شوی دی. دا لومړی ځل دی چې په ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د دومره کسانو مثبتې پېښې ثبت کېږي.

په افغانستان کې د کورونا د ټیست امکانات تر نورو هیوادونو خورا لږ دي او د نورو هیوادونو په پرتله د ډېرو لږو کسانو د کورونا ټیست اخیستل شوی ځکه باور دا دی چې په دې وایرس د اخته کسانو شمېر به په ځلونو تر اعلان شوې شمېرې زیات وي.

د امریکا په نیویارک ښار کې د ورځې تر ۱۰ زره ډېر کسان د کورونا لپاره معاینه کېږي خو په افغانستان کې د دې ناروغۍ له پیله تراوسه پورې ټولټال شاوخوا ۲۰ زره ټیست شوي دي.

په وروستیو۱۰ ورځو کې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ثبت شویو کسانو شمېر دوه برابره شوی دی.

وېره ده چې په اختر کې، چې ډېر خلک به د یو بل کور ته د مبارکۍ لپاره ځي، ډېر شمېر کسان په کورونا اخته شي.

اکثره افغانان بې سواده دي او تر هغو یې د کورونا په خطر باور نه کېږي چې په کور کې یې مړی په خپلو سترګو لیدلی نه وي.

تر دې دمه په پلازمېنه کابل کې، چې تر ۵ ملیونه زیات نفوس لري، ۳۴۶۰ پېښې ثبت شوي او ویل کېږي چې که کابل ښاریان بندیزونه او نور مقررات رعایت نه کړي، ممکن دا ښار په افغانستان او سیمه کې د کورونا وایرس په اصلي مرکز بدل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د اختر په شپو – ورځو کې به په کابل کې د خلکو پر تګ راتګ کلک بندیز ولګوي.

دې وزارت ویلي «ټول واټونه به وتړل شي.»

په افغانستان کې تراوسه پورې د کورونا په وایرس د ۲۱۶ تنو مړینه تثبیت شوې خو ویل کېږي چې تر دې ډېر کسان په دې وبا مړه شوي مګر اکثره نه غواړي چې خپله ناروغي افشار کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب