Homeخبرونهملګري ملتونه: افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوو

ملګري ملتونه: افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوو

تاند، شنبه د جوزا ۱۷مه: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅو ته خوشبیني څرګنده کړې ده.

ګوتریش د ملګرو ملتونو د مشورتي بورډ په غونډه کې چې پرون جمعه د انلاین تماس له لارې جوړه شوه ویلي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو سره مرسته کوي.

بلخوا د دې بورډ غړې سیما سمر په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.

سیما سمر چې د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مشورتي بورډ غړې ده وايي چې پرون د غبرګولي ۱۶مه نېټه د دې بورډ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشو او په دې انلاین غونډه کې یې له سرمنشي انتونیو ګوترش څخه په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د ملګرو ملتونو د ونډې د پراخېدو غوښتنه وکړه.

نوموړې وايي ښاغلي ګوتریش ډاډ ورکړ چې د افغانستان د سولې په هڅو کې به همکاري وکړي: “له سرمنشي څخه مې هیله وکړه چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د سولې په مسئله کې نور فعال عمل وکړي، له طالبانو سره د خبرو په جریان کې باید د ښځو پر حقونو او پر بشري حقونو معامله ونه‌شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې خوشبین دی، په تېره اوس چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شوی دا سازمان چمتو دی چې په دې برخه کې مرسته وکړي.”

نوموړې وايي چې ملګري ملتونه کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې اساسي رول ولوبوي: “زه فکر کوم ملګري ملتونه لاهم د افغانستان په خلکو کې یو اعتبار لري. یعنې دا سازمان چې په افغانستان کې د بشري حقونو وارث بلل کېږي کولای شي ډېر اساسي او مهم رول ولوبوي.”

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اپرېل په ۳۰مه نېټه ویلي و چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره یې هڅې پیل کړې دي او له هغه هم مخکې د مارچ په ۲۳مه نېټه‌یې د افغانستان په ګډون په ټولو جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

بیا وروسته د دغه نړیوال سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش په اپرېل میاشت کې وویل چې د نړۍ ۱۶ غیر حکومتي وسله‌والو ډلو د اوربند لپاره د ده غوښتنه منلې ده، خو د طالبانو نوم په دې لېست کې نه‌و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...