جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني طالبانو د ملاتړ په اړه د هند، پاکستان او افغانستان...

د پاکستاني طالبانو د ملاتړ په اړه د هند، پاکستان او افغانستان ناندرۍراپورته شوي

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې ماښام په یوه مفصله اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې پاکستاني‌ طالبان د هند په مرسته د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او له هغه ځایه پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.‌

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د ملي‌ امنیت پالیسۍ له مخې یوه ترهګره ډله ده او لاسونه یې د افغانانو په وینو ککړ دي.

اعلامیه زیاتوي چې، پاکستاني طالبان او ملاتړې ډلې یې له پیله د افغان حکومت او خلکو پر ضد جنګېږي او ګڼ‌ مشران او غړي یې افغانستان کې د جګړې په ډګر کې وژل شوي‌ او یا هم نیول شوي دي.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبرې د پاکستان او هند د تازه لفظي جنجال په غبرګون کړې دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له خپریدو وروسته یې یو بل د پاکستاني طالبانو او جیش محمدـ لشکر طیبه په ملاتړ تورن کړي دي.

د ملګرو ملتونو راپور وایي، طالبان، القاعده او نور ترهګر لا هم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري.

د دې خبرې په تایید د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ شريواستو تېره سې شنبه رسنیو سره خبرو کې وویل چې پاکستان رښتیا هم د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی.‌

ښاغلي شریواستو تور پورې کړ چې ګڼې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او افغانستان ته وسلوال لېږي.‌

د هند د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه له پاکستانه پوښتنه وکړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو غور وکړي.‌

د نوموړي د دې څرګندونو په ځواب کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې تور پورې کړ چې په اصل کې هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد وسلوالو سره مرسته کوي.‌

د پاکستاني‌ حکومت په اعلامیه کې ادعا شوې چې د ملګرو ملتونو رپوټ د پاکستان د دې دریځ ملاتړ کوي چې پاکستاني طالبانو د افغانستان له خاورې او د هند په مرسته د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.‌

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې همدا راز یادونه شوې چې هندي جنګیالي په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شوي‌ دي.‌

پاکستان همدا راز تور پورې کړی چې هند د افغان سولې بهیر ګډوډول غواړي،‌ خو پاکستان نړیواله ټولنه له دې ګواښه خبره کړې ده.‌

خو اوس د پاکستان د دغو تورونو په ځواب کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارېږي.

افغان حکومت ویلي،‌ افغانستان کې د پاکستاني‌ طالبانو د مشرانو وژنه او همدا راز د افغان حکومت لخوا د تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه، د ختیځ ترکستان اسلامي‌ غورځنګ، د ازبکستان اسلامي‌ خوځښت او داعش خراسان ډلې سلګونو جنګیالیو نیول کېدل د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان هوډ ثابتوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې هېڅ‌ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي او د سیمې پر هېوادونو یې هم غږ کړی چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي‌ او رغنده رول پکې ولوبوي.‌

اعلامیه زیاتوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله به په دې مانا وي‌ چې ترهګرې ډلې به ونشي‌ کړای چې په سیمه کې له جنایي ډلو،‌ د نشه یې توکو کاروباریانو او انساني قاچاقبرو سره اړیکې ټینګې کړي‌ او سیمې ته ګواښ پېښ کړي.‌

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب