یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېچاپیریالد بایسکل او چاپیریال نړیووالې ورځې

د بایسکل او چاپیریال نړیووالې ورځې

شریف الله دولتزی

هیوادوالو مو څو ورځې وړاندې د بایسکل نړیواله ورځ په فیسبوک کې ښه په شور ولمانځله. د دې ورځې په ویاړ یې خپل اوسني او پخواني انځورونه فیسبوک ته پورته کړل، ځینو خپلې جالبې خاطرې هم شریکې کړې. 

له دې لمانځنې څرګندیږي چې زموږ د هیواد ځوانان کوښښ کوي چې په نړیواله کچه له هرې لویې او وړې خبرې ځان خبر کړي چې دا د ځوانانو د بیدارۍ په برخه کې ښه زیری دی..

بله دا چې ځینو ملګرو د پخوانیو بایسکلونو په اړه خپلې په زړه پورې او خوندورې خاطرې شریکې کړې، او په دې غمجن ماحول کې یې شاید د ځینو هیوالو په خوله خندا راوستې وي.

خو!!!

نن (جمعو د جون ۵) د چاپیریال نړیواله ورځ وه، له سهاره په فیسبوک کې ښکته پورته ګرځم یوازې یوه ملګري عباد سلطاني چې په هند کې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې ماستري کوي د  چاپیریال د نړیوالې ورځې په اړه پوست کړی، نور نو زما په ۵۰۰۰ملګرو کې هیچا هم د دې مهمې نړیوالې ورځې تش يادونه هم نه ده کړې.

نو!!! 

له دې څرګنديږي چې چاپیریال(ژوند) موږ ته کوم خاص ارزښت نه لري، اونه له ککړ چاپیریال راپورته کیدونکو وژونکو ناروغیو ته پام کوو، همدا لامل دی چې نه یې له ارزښت ځان خبروو او نه یې د عامه پوهاوي په په برخه کې مرسته کوو زموږ باخبره ځوانان یوازې هغه کوچنیو مسایلو ته  چې هیڅ درد نه دوا کوي هوا ورکوي چې ددوی  شخصي تمایلات او خوښۍ په کې اظهاریږي

په هېواد کې د شنو ساحو لمنځه وړل او په کورونو بدلیدل، د ځنګلونو قطع کول، د هېواد په بیلابیلو سیمو کې د خښتو بټیو کې د بې کفیته سون توکو نه ګټنه هغه عوامل دي چې د چاپیریال د ککړتیا سبب ګرځي، دولت یې باید د مخنیوي په برخه کې خاصه پاملرنه وکړي او عام ولس باید ورسره د عامه پوهاوي په برخه کې همکار اوسې، تر څو د چاپیریال د ککړتیا نه رامنځ ته کیدونکو ناروغیو مخنیوی وشوي..

د چاپیریال نړیواله ورځ ۱۹۷۴ زیږدیز کال راپدې خوا کې لمانځل کیږي، چې سږکالبه (۵) د جون د کولامبیا هېواد په کوربتوب او د جرمني هېواد په همکاري ولمانځل شي..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب