تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، په ایران، ترکیه، یونان او پاکستان کې سلګونه افغان کډوال په کورونا وبا اخته شوي چې له ډلې یې ۱۴۳ کسان مړه شوي دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند عبد الباسط انصاري وایي، په ایران کې اوس همسلګونه افغان کډوال په کورونا ویروس اخته دي.
له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د افغان کډوالو له خولې راپورونه ورکړي وو چې د ایران حکومت افغان کډوالو ته د کورونا اړوند پاملرنه نه کوي او په روغتونونو کې ځای نه ورکوي، چې دا د لسګونه کسانو د مړینې لامل شوی دی.
ښاغلی انصاري وایي، له ۱۳۰ افغان کډوالو څخه چې ایران کې په کورونا اخته او مړه شوي دي، له جملې څخه یې ۱۰۰ تنه په تهران، ۲۵ په مشهد او ۵ نورو په زاهدان ښار کې دي.
د کډوالو وزارت د ویاند په وینا، په ایران کې دوه نیم ملیونه افغان کډوال ژوند کوي، چې شاوخوا ۳۸۰زره یې د ایران حکومت لخوا د کورونا سره د مبارزې کمپاین پرمهال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو وزارت ویاند دغه راز وایي چې د ترکیې په بېلا بېلو ښارونو کې ۸۰ تنه افغان کډوال په کورونا اخته شوي چې له جملې څخه یې ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له بلې خوا که څه هم پاکستان کې ۲.۴ ملیونه افغان کډوال ژوند کوي خو د یاد وزارت په وینا یوازې ۳ تنه کډوال په کورونا اخته شوي او دریواړه مړه شوي دي. خو په پاکستان کې د افغان کډوالو په وینا دغه هېواد کې لسګونه کډوال په کرونا اخته شوي او زیاته برخه یې بېرته روغ شوي دي.
انصاري زیاتوي چې په یونان کې هم یو شمېر افغان کډوال په کورونا اخته شوي دي، مګر د نوموړي په وینا که څه هم د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی خو تر دې دمه د مړینې خبر نه دی ورکول شوی: (( یونان کې شاوخوا ۵۶زره افغان کډوال ژوند کوي او د کورونا له کبله ټول قربانیان په خپلو کوربه هېوادونو کې خاورو ته سپارل شوي دي.))
باید وویل شي چې ایران کې د کورونا ناروغانو شمېر ۱۶۷زره او په پاکستان کې نږدې ۹۰زرو ته رسېدلی دی، که څه هم ایران د یادې وبا په مخنیوي کې بریالی شوی خو په پاکستان کې ددې ناروغۍ مثبتې پېښې په حیرانونکې ډول مخ پر زیاتېدو روانې دي.
ایران په کورونا وبا له لومړیو اخته هېوادونو څخه دی، چې د کډوالو او نورو لارو په واسطه دغه ناروغي افغانستان ته ترې انتقال شوه او اوس په افغانستان کې نږدې ۱۹زره کسان په کورونا اخته ثبت شوي دي.