شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeخبرونهفرانسې، افغانستان کې جنګېدلی القاعده مشر وواژه

فرانسې، افغانستان کې جنګېدلی القاعده مشر وواژه

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: فرانسه وايي، د افریقا په شمال مالي هېواد کې یې د القاعده ډلې قومندان عبدالمالک دروک دل وژلی چې افغانستان کې هم جنګېدلی و.

نوموړي د خپل عمر د څلوېښت کلنۍ په وروستیو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې جګړه کې برخه اخېستې وه.

د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پرلي ویلي، د چارشنبې په ورځ عبدالمالک دروک دل او ده ته نږدې غړي د مالي په شمال کې ووژل شول.

مېرمن پرلي دا عملیات ماهرانه وبلل او ادعا یې وکړه چې فرانسې وکړای شول تروریستي ډلو ته مرګونی ګوزار ورکړي.

عبدالمالک دروک دل څوک و؟

دروک دل د خپل عمر د څلوېښت کلنۍ په وروستیو کې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې جګړه کړې وه او داسې انګېرل کېده چې په عراق کې یې د القاعده پخواني مشر ابو مصعب الزرقاوي څخه الهام اخېستی وي.

نوموړي د ” AQIM” یا په المغرب کې د القاعده ډلې تر مشرۍ لاندې څو مرګوني بریدونه وکړل، لکه په ۲۰۱۶ کې د بورکینافاسو په پلازمېنه اوګاداګو په یوه هوټل هغه برید یادولی شو چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ووژل شول او ۱۵۰ نور ټپیان شول.

په ۲۰۱۲ کې د الجزایر محکمې نوموړی په غیاب کې پر وژنې، تروریستي سازمان کې پر غړیتوب او په بریدونو کې له چاودیدونکو توکو د استعمال له امله په اعدام محکوم کړی و.

د ده محکومېدا په ۲۰۰۷ کې د الجزایر په پلازمېنه کې له درېیو بریدونو سره تړاو درلود، چې په دې بریدونو کې ۲۲ تنه وژل شوي وو او ۲۰۰ نور ټپیان وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب