یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهطالبان: ۳۸ افغان بندیان مو نور هم خوشې کړل

طالبان: ۳۸ افغان بندیان مو نور هم خوشې کړل

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، دې ډلې پرون یو ځل بیا په فراه او نیمروز ولایتونو کې له خپلو شکنجه خونو څخه ۳۸ تنه افغان سرتیري ازاد کړي دي.

د شاهین په وینا، ازادو شویو کسانو ته في نفر جامې او د لارې کرایه ۵۰۰۰ افغانۍ هم ورکړل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تر اوسه د افغان حکومت نېږدې ۵۰۰ بندیان، خو حکومت بیا د دې ډلې تر دوه زره او ۶۰۰ سوه ډېر بندیان ازاد کړي دي.

حکومت له طالبانو غواړي چې د بندیانو د تبادلې په بهیر کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته دوام ورکړي، څو د دواړو لورو تر منځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته زمینه برابره شي.

د همدې مسایلو لپاره د طالبانو یو پلاوی هم کابل ته راغلی او له یوې اوونۍ راهیسې د بندیانو په چاره کې د تبادلې اسانتیاو رامنځته کولو هڅې کوي.

بلخوا زلمي خلیلزاد هم افغانستان، دوحې او اسلام اباد ته بل سفر پیل کړی تر څو د اورکم غځولو او د بندیانو د تبادلې چټکولو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب