سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريد تاریخ پاڼه| تیموچین او د هغه جګړه یېز چمتووالی

د تاریخ پاڼه| تیموچین او د هغه جګړه یېز چمتووالی

لیکوال: جنرال دولت وزیري

تیموچین څوک و؟

تیموچین په 1162 زیږدېز کال زیږیدلی و، د خپل پلار له وژل کېدو وروسته په 1206 زیږدېز کال د کوچي قبیلو په یوه جوړه شوې غونډه کې د حاکم په توګه اعلان شو.

 د منګولو (مغولو) د پټ تاریخ له مخي د هغه وخت د چینايې لیکوالانو په حواله، د منګولو رهبرانو په غونډه کې په دې توګه اعلان وکړ:

«موږ له تا خان جوړوو، ستا په حکم به موږ پر دښمن ورغورځو. ښایسته نجونې او د اشرافو ښځې به راولو. که د جګړې په ورځو کې موږ د تا د امر څخه سرغړونه وکړو، د خپلو خپلوانو او ګلالیو ښخو څخه مو بېل کړه او زمونږ سرونه په ځمکه وغورزوه.»

په دې غونډه کې د غونډې ګډون کوونکو تیموچین ته د «چنګیس خان یا چنګېزخان» یعنې همه ګیر یا بشپړ نوم ورکړ.

امریکايې لیکوال ستیوین تانیر  په خپل اثر چې د افغانستان د جګړو تاریخ نومېږي او د ښاغلي ګل شریف هڅاند له خوا په پښتو ژباړل شوی دی، لیکي:

«د چنګېزخان د پوځ تر ټولو لویه قطعه لس زره کسېزه وه، د تومین په نامه يې یادوله. هر تومین د مینګان په نامه پر زرکسېزو ډلو ویشل کېده او زر کسېزی ډلې به بیا په سل کسېزو ډلو یعنې په جانوګ به ویشل کېدلې. سل کسېزې ډلې به بیا د امبان په نامه پر لس کسېزو ډلو ویشل کېدل.»

ویلای شو چې د چنګېزخان د پوځ تشکیلات په لږ توپیر سره د نننیو پوځي تشکیلاتو په څېر د دلګي څخه د فرقې تر کچې پورې وه. یعنی تومین يې فرقه، مینګان يې کنډک، جانوک يې ټولی او امبان يې دلګی وه.

وايي: د چنګېز خان لوی بریالیتوب په دې کې و چې ده ډیر باډسپلینه پوځ جوړ کړی و. که به له یوه امبان یعنی دلګي څخه څوک وتښتېد  ټول امبان به د دار کړۍ ته پورته کېده.

د سوق او اداری لپاره به يې ډېر با تدبیره قوماندانان روزل او ټاکل. ده د قوماندانانو روزلو ته ډېره پاملرنه کوله، ده به هر ټټو په قوماندانۍ نه ټاکه.

د ده د ښو قوماندانانو په ډله کې د ده زامن چغتای، جیګینای، اوګیدای، تولوی، جوجي او نور قوماندانان لکه سوبیدي، موکالي او جیبي یادولی شو.

وايي، چنګېز خان په خپل وخت کې ښه ستراتیژیست، سړه سینه لرونکی، د تاکتیکونو مخترع او د بېسارې زړورتوب څخه برخمن و.

د ده همدغه زورتیا وه چې ده د خپل پوځ پوره درناوی تر لاسه کړی و. د ده په پوځ کې د سپاه سالار څخه نیولي بیا تر وروستی سرتېري پورې هېچا نه شو کولای چې د ماتې په هکله فکر وکړي، دوی ټولو به تل پر پوره بریالیتوب باور درلود،  همدغه  د دوی د بریالیتوب راز و.

ستیوین تانیر لیکي:

«د چنګېزخان د پوځ وسلې به لیندۍ، د غشو ډکې لويې کړۍ، جنګي تبرګي، د ماشینونو د کشولو لپاره رسۍ، خنجر، په یخ باندې د ښوئیدلو وسایل، یونیفورم، ځانګړې خولۍ،  سپر، ډال،  زغرې او چنګک لرونکې نېزې وې.»

د جګړې پر مهال به هر پوځي اس درلود او ځینو به دوه یا درې اسونه له ځانه سره بېول.

چنګېزخان په 1227 زیږدېز کال له نړۍ سترګې پټې کړې او له مړینې وروسته د ده د وصیت سره سم يې زوی (اوګیدي) لوی خان شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب