Homeخبرونهبدخشان کې د طالبانو ماین د سیمه ییزو پولیسو قومندان له ۱۰...

بدخشان کې د طالبانو ماین د سیمه ییزو پولیسو قومندان له ۱۰ سرتېرو سره وژلی

تاند، شنبه، د جوزا ۱۷مه: د بدخشان پولیس وايي چې د دې ولایت په خاش ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د سیمه ییزو پولیسو د یو قوماندان په شمول ۱۱ سیمه ییز سرتیري وژلي دي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني تاند ته پېښه تاییدوي او وایي چې د خاش ولسوالۍ په درخان سیمه کې تېره شپه یوه بجه د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې چې په دې نښته کې د طالبانو ولسوال حمید او د هغه دوه ساتونکي وژل شوي دي.

خو هغه زیاته کړه، کله چې د سیمه ییزو پولیسو ځایي قومندان مزار او ورسره ۱۰ سرتیري یې د امنیتي ځواکونو مرستې ته ور روان شوي په لاره کې یې موټر د سړک د غاړې ماین وهلی دی.

د روحاني په وینا ، مزار په خاش ولسوالۍ کې یو له محلي پولیسو قوماندانانو څخه و اوپه چاودنه کې له لسو سرتیرو سره وژل شوی دی.

خاش ولسوالۍ د بدخشان سویل ختیځ کې موقعیت لري.
دا ولسوالي په تیرو کلونو کې له جرم ولسوالۍ څخه جدا شوې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...