دوشنبه, مې 20, 2024
Homeټولنیزد پرون او نن اړېکې او اغېزې | حشمت ناصری

د پرون او نن اړېکې او اغېزې | حشمت ناصری

انسان د یوه اجتماعي موجود په توګه له پیدايښت تر مرګه؛ اړيکې پالي او همدا اړیکې دي چې د انسان ژوند ته بل رنګ ورکوي. اړیکې د انسان پر ژوند مستقیم اغیزه پریږدي او د انسان ژوند له ټولنې سره تړي.

انسان بې له اړیکو ژوند نشي کولای همدا اړیکې دي چې د انسان، عواطف، علایق او احساسات له ټولنې او په ټولنه کې له مېشتو کسانو سره تنظیموي.

پخوا انساني اړیکې د ټولنیزو ارزښتونو پر اساس تنظیمېدې؛ ټولنیز ارزښتونه، دود، عرف، عنعنات او کلتور په ټولنه کې د انساني ژوند معیار ګڼل کېده. بې شمېره احساسات، عواطف، احترام، عزت او مینه د داسې اړیکو د مثبتو عناصرو په توګه یادولای شو. په داسې حال کې اجتماعي روابط خورا قوي او له احساساتو ډګ ول. انسان تل دا هڅه کوله چې د نورو په غم او ښادی کې ځان شریک وبولي او خپلې کورنۍ او خپلوانو ته وخت ځانګړی کړي. 

خو دا اړیکې له بل اړخه د سیمه ییزو واټونو له امله محدوده پاتې کېدې او اقتصادي ارزښت یې هم لوړ وو. که چېرې چا غوښتل چې د یو کس احوال واخلي او یا په ټولنیزو مراسمو کې ګډون وکړي نو یا به یې خط لیکه او په ورځو به د خط ځواب ته په تمه پاتې کېده او یا هم اوږد مزل به یې ترسره کړ ترڅو موخې ته ځان ورسوي.   

نن انساني اړیکې ټکنالوجي او انترنټ تنظیموي. مبایل، ایمیل، انلاین ټولنیزې شبکې او داسې نور په ټولنه کې د انساني ژوند معیار ګڼل کیږي. ټکنالوجۍ او انترنټ د نړۍ په کچه واټونونه له منځه وړي او د اړیکو له اړخه نړۍ یې په یوه کوچني کلي بدله کړې ده. د ټکنالوجۍ او انترنټ په مرسته انسان په چټکۍ او کم لګښت کولای شي د هېواد دننه او بهر اړیکې ټینګې کړي، د خپلو کورنۍ، ملګرو او خپلوانو له حاله ځان خبر او حتا کولای شي خپل ملګري او د کورنۍ غړي د نړۍ به هر ګوډ کې په ژوندي بڼه وګوري او مخامخ خبرې وکړي. 

خو له بل اړخه په تکنالوجۍ ډېر اتکا او باور د انسانانو ترمنځ احساسات، عواطف، احترام، عزت او مینې کچه په بې ساري توګه راټیټوي؛ په ټولنه کې پر انساني ژوند خورا بده اغېزه پریږدي او د انسان حضوري او فزیکي اړیکې له ټولنې سره کمزورې کوي. 

په یوه جمع بندۍ کې باید ووایم چې پخوا د انسانانو د عاطفې او احساساتو کچه لوړ خو د سیمه ییزو واټونونو له امله اړیکی محدودې وې او اوس د ټکنالوجۍ په مرسته اړیکې پراخې خو د انسانانو د عاطفې او احساساتو کچه ډېره ټیټه او کمزورې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب