پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeمقالېنوټ (یاداښت) امیرشاه یاد 

نوټ (یاداښت) امیرشاه یاد 

هغه کسان چې په خپلو چارو کې دقیق منظم او ځیرک وي تل هڅه کوي، چې د نوټ یا یادښت په لیکلو سره د دوو کارونو تر منځ منظم واټن رامنځته کړي، تر څو هر یو کار ته جلا جلا وخت ورکړي ځکه، چې ځینې وخت د کارونو د ډېرښت یا په یو وخت کې د دوه یا ډېر کارونه  په اسانه نه کیږي نو په یو وخت کې د دوو کارونو ترسره کول ستونزمن وي، که غواړو چې کارونه مو په ارام دماغ او په ښه ډول ترسره کړو نو باید په یو وخت کې د ډېرو کارونو له منځه یو وټاکو او بل کار له ځان سره نوټ کړو.
کله چې له ډېری لیکوالو سره مخ کېږو حتمن به ورسره په لاس کې کوچنۍ کتابچه وي، د دې لپاره چې لیکوال غواړي، د یوې ښې لیکنې لپاره ښکلي او مناسب الفاظ راټول کړي.
که غواړو چې ښه ویناوال شو د خپلو خبرو تسلسل وساتو باید مخکې له وینا څخه د هغې موضوع په اړه، چې غږېږو له ځان سره یې نوټ کړو او اړوند معلومات او جزییات یې راټول کړو تر څو د وینا پر مهال رانه هېر نه شي، چې د څه په اړه غږېږم، دا چاره د ډېری بریالیو ویناوالو د وینا پر محال وینو دا ځکه، چې کېدای شي بغېر له نوټ نه د خپلې وینا ډېره برخه له پامه وغورځوو او یا مو له یاده وځي.
د نوټ نیول یا یاداښت اخیستل ورځني کارونه یو منظم مهال ویش ته برابروي؛ د یو کار له ترسره کولو نه مخکې، د کار پر مهال او له کاره وروسته نوټ نیول، د ژوند په هره برخه کې  ستونزې راکموي نو د کارونو ترمنځ د ټکر پر مهال اړینه ده، چې له ځان سره قلم، کاغذ، کتابچه او په خپل موبایل کې د نوټ اپلیکېشن ولرو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب