دوشنبه, مې 13, 2024
Homeجنرال وزیريحکیم الکوزی

حکیم الکوزی

لیکوال: جنرال دولت وزیري

موږ د کرونا څخه د درملنې له پاره هیڅ په لاس کې نه لرو, که څه لرو هم ډیر اندک او کافي نه دي، په داسې حال کې چې د کابل شپیته سلنه، د ننګرهار اتیا سلنه، د کندهار او هرات اویا سلنه هیوادوال په کرونا ککړ دي، خو موږ يې هره ورځ د زرو تنو په شاوخوا کې د کنترول توان لرو.

په روغتون کې مو د بسترولو توان هم په همدې حدودو کی دی. کافي روغتيايي کارکوونکي او ډاکټران هم نه لرو. پراستمول تابليت او د اکسيجن د ورکولو إلی هم له بهر څخه راوړو. د کرونا څخه د ځان ساتلو اسانه طريقه چی قرنطین دی هغه هم یا د بیوزلۍ او یا د سرزورۍ له کبله نه مراعاتوو.


خیر نو د خلکو له پاره د کرونا څخه د خلاصون لاره کومه ده؟ یواځې حکیم الکوزی دی چې خلکو ته يې ډاډ ورکړی دی چې د فیس او د درملو د قیمت پرته د خلکو درملنه کوي او خلک ورته هم عقيدتمند دي.


د تودې جګړې پر وخت ذهني يا روحي جګړه له ټولو تودو یا ګرمو جګړو سخته ده او په جګړه کې په ښکیلو کسانو يې مثبت یا منفي اغیز هم ډیر زیات دی. وايي: هټلر دوه مجرم سرتیري په یوه کوټه کې واچول او ورته ويی ویل تاسو ته به ورو ورو ګاز را خوشي کوو، په دې توګه به تاسو تر سهاره ساه ورکړي، حال دا چې هلته ګاز نه وو. په سرتیرو د دروغو دغه پروپاګند دومره تاثير کړی و چې تر سهاره دواړو ساه ورکړي وه.


په همدي توګه يې دوه نور مجرم سرتیري په یوه کوټه کې واچول، ورو ورو يې ګاز ورته را خوشي کړ، خو دوی ته يې وويل چې تاسو به له محکمې وروسته که مجرم ثابت شوئ اعدام کړو. سبا ته يې چې ولیدل دواړه ژوندي وه، ځکه د دوی هيله د ژوند له پاره لا ژوندۍ وه، دوی روحا یا ذهنا د مرګ له پاره چمتو نه وه.


را به شو د حکیم الکوزی درملو ته: خلک د الکوزي د درملو سره روحا یا ذهنا د ژوندي پاتې کیدلو له پاره هيله من دي او د مورال له پلوه د دوی وجود د مقابلي له پاره په ټول قوت او مورال چمتو دی. نو ځکه په دوي مثبت تاثیر کوي او ښه کیږي.


زه خو ډاکټر نه يم، خو خبره که د اپيوم( تریاکو ) وي، په دې درې څاڅکو څوک نه عادت کيږي او نه ور باندی بد تاثیر کوي. موږ په کوچنیوالي کې په لسګونو ځله په ژمي موسمونو کې تریاک په شیدو کې خوړلي دي او ورسره جوړ شوی یو. زموږ په وزیرو کې د سينې د درد، ټوخلې او سینه بغل ښه او موثره درمل همدغه تریاک وه.


پايله: پریږدئ چې حکیم الکوزی خپل کار وکړي تاسو يې په هکله څيړنې وکړي او په نظم کې ور سره مرسته او له فساده جلوګیری وکړئ. فکر کوم د روغتیا وزارت تر څنګ دا به د کرونا سره د مقابلي سمه لاره وي. هیله ده ډیر مې ملامت نه کړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب