یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېچاپیریالد کورونا له کبله بندیزونو هوا ښه کړې

د کورونا له کبله بندیزونو هوا ښه کړې

د طبعیت د اقلیمي بدلونونو خپرونې (ساینس جورنال) په یوه راپور کې ویلي چې د کورونا وایرس له خپرېدو او د خلکو په تګ راتګ له بندیزونو وروسته په نړۍ کې مضر یا ګلتوني ګازونه د پام وړ کم شوي دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د روانې مې میاشتې په لومړیو کې د ګلتوني ګازونو تولید د تېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۱۷ لږ شوی دی.

ګلتوني ګازونه، چې اصلي علت یې د مځکې تودېدا بلل کېږي، د بریتانیا او استرالیا په شان هیوادونو کې لا ډېر کم شوي دي.

راپور وايي چې د بریتانیا او استرالیا په شمول په ځینو هیوادونو کې د ګلتوني ګازونو خپرېدا په سلو کې تر ۲۵ پورې کمه شوې ده.

د کورونا وایرس په خاطر بندیزونه په ځینو هیوادونو کې نرم شوي او له دې کبله یو وار بیا مضر ګازونه ډېر شوي دي خو په وروستیو ورځو کې، چې ګڼو اروپايي هیوادونو بندیزونه نرم کړي، لا هم د تېر کال د ورته وخت په پرتلې ګلتوني ګازونه په سلو کې ۱۳ لږ خپرېږي.

دا راپور وايي، د ګلتوني ګازونو په خپرېدا کې کموالی موقتي دی خو له دې سره سره به سږ کال په مجموع کې د تېر کال په پرتله په سلو کې ۷ لږ وي.

د انرژۍ نړیوالې ادارې هم اټکل کړی و چې سږ کال به د ګلتوني ګازونو د خپرېدا اندازه په سلو کې ۸، یعني د ۲ ملیارده او ۶۰۰ ملیون ټنه معادل کمه وي خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړی چې د ګلتوني ګازونو اندازه به له کورونا وروسته موده کې تر هغه څه زیاته شي چې تر کورونا وړاندې موده کې وه؛ مګر دا چې د پاکې انرژۍ پر تولید زیاته پانګونه وشي.

له پاکې انرژۍ څخه منظور د لمر او باد انرژي ده.

د احصاییو له مخې، تر ټولو ډېر ګلتوني ګازونه په هوايي ترانسپورت پورې تړاو لري چې د ټولو مضرو ګازونو په سلو کې ۶۰ ته رسېږي.

مځکنی ترانسپورت په سلو کې ۳۶ ګلتوني ګازونه تولیدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب